کابل: امريکا د مړو د سپکاوي د پلټنې ډاډ راکړى

بيرغونه
Image caption کابل وايي امريکا د پلټنو ډاډ ورکړى دى

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنېټا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي سره د پنجشنبه په ورځ ناوخته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د امریکایي سرتیرو له خوا په یوه ویډیویي فلم کې افغان جسدونو ته سپکاوی او بې حرمتي په کلکه وغندله.

په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د ولسمشرۍ د دفتر په وينا د امریکا د دفاع وزیر ښاغلي کرزي ته ډاډ ورکړ چې د دې پېښې په هکله به جدي تحقیقات تر سره شي.

ولسمشر کرزي په دغو تيلې فوني خبرو کې د مړو د سپکاوي چاره د "ناوړه عمل" په توگه وغانده او ویې ویل چې د امریکایي سرتېرو له خوا دا ډول کړنه د افغانستان د دولت لپاره یوه جدي مساله ده.

افغان مشر هيله وښوده چې په دې اړه به د امریکا حکومت خپل فوري لازم اقدامات تر سره کړي.

د پنجشنبه په ورځ په يوې خپرې شوې ويديو کې وليدل شول چې څلور بهرني سرتيري پر درو افغان مړو متيازې کوي.

د ويديو له خپريدا سره سم ټولو غاړو دغه چاره وغندله.

افغان حکومت د امريکا له حکومت څخه هغو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه چې دا جرم یې ترسره کړی دی.

د طالبانو يو وياند بي بي سي ته وويل "دا د انسان کار نه دی، دا يو وحشي عمل دی، او زموږ لپاره د شرم ځای دی چې خبرې پرې وکړو."

د سولې خبرې

خو د طالبانو يو بل وياند وويل دغه وېډيو به د جګړې پای ته رسولو او د سولې خبرو پر وړاندې خنډ نه شي.

د امريکا پوځ وويل په دې وېډيو په "ژوره خواشيني" شوي او په اړه يې پلټنه کوي.

په پنټاګون کې د سمندري ځواکونو قول اردو مرکز په يوه اعلاميه کې وويل:

"دغه انځور شوي عملونه زموږ له بنسټونو سره سمون نه لري، او زموږ قول اردو کې د سمندري ځواکونو د کرکتر څرګندونه نه کوي. د دې مسالې به بشپړه پلټنه کېږي."

د ناټو په مشرۍ د امنيت مرستندويه نړيوالو ځواکونو (ايساف) په خپل غبرگون کې وويل :

"په وېډيو کې د انځور شويو عملونو سخته غندنه کوي او داسې ښکاري چې د امريکايانو يوې وړې ډلې ترسره کړي، چې اوس په افغانستان کې خدمت نه کوي."

ورته مطالب