د حاجيګک د استخراج په اړه خبرې ژر پیلېدونکې دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د حاجیګک کان د ایستلو د داوطلبۍ په بهیر کې هندي کنسیورسیوم بریالی وبلل شو او ښايي چې د ایستلو چارې به یې په نژدې کلونو کې پیل کړي.

د افغانستان د کانونو وزرات وايي د یکشنبې په ورځ (جنوري ۱۵) به د حاجیګک اوسپنې کان د استخراج په اړه لومړنۍ خبرې پیل شي.

دغه خبرې به لومړی له کاناډايي کمپنۍ او وروسته له هندي کنسیورسیوم سره وشي.

که څه هم د حاجیګک کان د را رایستلو بهیر لا په لومړنیو پړاوونو کې دی، خو د افغانستان د زیاتره خلکو لپاره یې په ځان د بسیا کېدو هیلې پیدا کړي دي، چې تر څنګ به یې لسګونه زرو کسانو د کار زمینې هم پیدا شي.

د افغانستان د کانونو وزارت ویاند جواد عمر په وینا د حاجیکګ کان د را ایستلو په تړاو لومړنۍ خبرې به سبا پیل شي چې د شرکتونو له خوا پر ژمنو به یو ځل بیا ټینګار پکې وشي.

ښاغلی عمر وايي وايي کله چې د تړون متن جوړ شي نو وروسته به د افغانستان کابینې ته وړاندې کېږي او وروسته به تړون لاسلیکېږي.

ښاغلی عمر زیاتوي د دې کان د را ایستلو په لړ کې د سیمې د خلکو او همدا شان نور ټولنیزې پروژې په پام کې نیول شوي چې په اړه یې له اړوند شرکتونو سره هم خبرې شوې دي، چې ورسره به لسګونو زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

څېړنو ښوولې چې د حاجیګک په کان کې په میلیونونو ټنه اوسپنه شته چې لسګونه میلیارده ارزښت لري، چې په را ایستلو سره به د افغانستان د اقتصاد له غوړېدا سره ډېره مرسته وکړي.

وړاندې تر افغانستان د عینک د مسو کان د ایستنې چارې یوه چینايي شرکت ته سپارلي چې لا تر اوسه د ایستلو چارې عملاً نه دي پیل شوي.

ورته مطالب