ښاروال: کابل کې ځینې ودانۍ د شپې مهال په غلا جوړې شوې

محمد یونس نواندیش
Image caption د ښاروالۍ چارواکو له امنيتي بنسټونو وغوښتل چې د ناقانونه لوړپوړو ودانيو د مخنيوي په موخه د شپې له خوا او د رخصيتو په ورځو کې ځانگړې ودانيزې څوکۍ او گزمې پيل کړي.

کابل ښاروالي وايي چې په دغه ښار کې په ناقانونه ډول په غلا سره د شپې له خوا او د رخصتيو په ورځو کې يو شمير لوړ پوړې ودانۍ جوړې شوې دي.

د کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي چې دغه ټولې ودانۍ يې په نښه کړي ،او د هغو نوملړ يې اړوندو حکومتي بنسټونو ته سپارلى دى.

نوموړي له افغان امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د ورته چارو د مخنيوي په موخه د رخصتيو په ورځو کې او د شپې له خوا ودانيزې گزمې پيل کړي.

ناقانونه ودانۍ که له يوه پلوه د ښار ښکلا ته زيان اړوي له بله پلوه د ښاري نقشې له غوښتنو سره په ټکر کې راځي خو بيا هم په دغه ښار کې گڼ شمير ناقانونه لوړ پوړې ودانۍ هسکې شوې دي، چې گوت نيونکې په دې برخه کې کابل ښاروالي پړه بولي، او نيوکه پرې کوي چې يا خو د ښاروالۍ يو شمير چارواکي په دې ترڅ کې پړه دي او يا حکومت د زورواکانو تر اغيز لاندې راځي.

خو د کابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي يو ناقانونه مارکيټ يې تر جوړولو وروسته ړنگ کړى دى او د يو شمير نورو لوړ پوړو ودانيو د بشپړتيا کارونه يې درولي دي.

خو دا هم مني چې يو شمير ناقانونه لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې هم دي، ښاغلى نو انديش وايي چې ددغو ودانيو کارونه د شپې له خوا او يا هم د رخصتيو په ورځو کې په غلا سره تر سره شوي دي.

''ځینې ودانۍ چې جوړوونکو یې نور وخت نه موند، د رخصتیو، اخترونو رخصتیو او د شپې مهال یې جوړ کړي، موږ دا ټول له ځانه سره راجستر کړي او د امنیت شورا کې مې دا موضوع یاده کړه، هرې ودانۍ ته مو دوسیه جوړه کړې ده، او اړوندو ادارو ته موږ مکتوبونه لېږلي، چې مخنیوی یې باید وشي. ''

کابل ښاروال وويل په دې وروستيو کې يې د يوې داسې لوړپوړې ودانۍ ودانيز کارونه په ټپه درولي چې د شپې له خوا په کې پنځو سوو کارگرو په غلا سره کار کاوۀ.

ښاغلي نو انديش وويل چې له سر غړونکو سره د قانوني چلند په موخه يې د ودانيزو سرغړونو د قانون پر مسوده کار پيل کړى دى او په نژدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

کابل ښاروالي وايي چې دوى سر غړونکي په نښه کړي او د هغوى نوملړ يې اړوندو حکومتي بنسټونو ته سپارلى دى.

د ښاروالۍ چارواکو له امنيتي بنسټونو وغوښتل چې د ناقانونه لوړپوړو ودانيو د مخنيوي په موخه د شپې له خوا او د رخصيتو په ورځو کې ځانگړې ودانيزې څوکۍ او گزمې پيل کړي.

ورته مطالب