کابل کې واورې او سړې هوا د یوې ماشومې ژوند واخیست

واوره

په کابل ښار کې یوه بي ځایه شوې کورنۍ وايي واورې ورېدو او سړې هوا یې یوه دوه نیم کلنه ماشومه ور ووژله.

ښايي د ډېرو خلکو لپاره واوروه او باران یو ښه زیری وي ، واوره او باران چاپېریال ککړتیا وژغوي او د کرکیلي لپاره د اوبو زیرمې ډېروي.

ډېری کابل ښاریان خو لا یو متل هم کوي چې کابل دې بي زرو وي خو بي واورو دې نه وي،خو ښايي دغه خبره د ټولو لپاره یو ډول نه وي، په تېره بیا هغوی ته چې سرپناوې او سونګ توکي نلري او په خټینو کورونو، کیږدیو او پنډغالو کې ژوند کوي.

د کابل ښار د قمبر په څلور لارې کې د داخلي بي ځایه شوو کډوالو یوه کورنۍ وايي، د کابل همدغې وروستۍ واورې او سړې هوا یې د یوې ګلالۍ دوه نیم کلنې ماشومې ژوند واخیست.

دغه هلمندۍ کورنۍ د جنګ جګړو له ویرې شاوخوا درې کاله د مخه کابل ته راتښتېدلې، خو خبره نه وه چې، یوه ورځ به یې طبيعت هم دښمن شي.

د ماشومې مور راته په غمجنه لهجه وویل، لور یې روغه رمټه وه خو کله چې واوره پیل او هوا سړه شوه نو هاغې په ژړاوو پیل وکړ او سهار مهال په بستر کې مړه، پرته وه.

د قمبر په څلور لارې کې تر ډېره له جنوبي ولایتونو نه راکوچېدلې کورنۍ اوسیږي، پنډغالي ته په ورتلو مې د کډوالو پر کېږدیو او ترپالونو ډېرې پرتې واورې ولېدې.

یو ماشوم د پنډغالي په خټینو او د واورو ډګو تنګو کوڅو په منځ کې وېرژنۍ کورنۍ ته بوتلم، د ماشومې پلار له جوړ په خیر وروسته زړې ،سړې او تیارې کېږدۍ ته د ننوتلو لارښوونه وکړه، د دغې کورنۍ په لیدو هک حیران شوم چې ګنې د یو وېشتمې پېړۍ په دومره پرمختللې نړۍ کې دې، انسانان دومره له کړواوونو او ستونزو ډګ او وروسته پاتې ژوند ولري. کېږدۍ ډېره تیاره وه، په منځ کې یو زوړ فرش پروت او په یوه کنج کې یې یوه صندلۍ ډوله میز اېښی و.

په دغې وېرژنۍ کورنۍ کې نهه کسان ژوند کوي، په همدغې کیږدۍ کې مې د غېږې یو بل ماشوم هم ولید چې پرتوک یې پر تن نه و او له یخنۍ رېږدیدله.

دغې کورنۍ راته وویل د اقتصادي ستونزو له کبله یې د مړې شوې ماشوم دعا او فاتحه هم ونکړه او د کابل له سړې هوا د نورو ماشومانو د ساتلو لپاره اړین وسایل هم نلري.

ورته مطالب