'د سولې له شورا پرته د سولې خبرې بحراني پایلې لرلی شي'

عبدالحکیم مجاهد د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د افغانستان ټول اړخونه د سولې په خبرو کې برخه وانخلي، ښایي پایلې یې د افغانستان له ثبات او ټیکاو سره مرسته ونه کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په تېرو لسو کلونو کې له طالبانو سره د سولې خبرو په اړه د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګ شوی خو دغه شورا خبر داری ورکوي، چې که له طالبانو د سولې خبرې د افغانانو له مشرتابه پرته پرمخ وړل کیږي، پایلې به د افغانستان لپار بل کړکېچ رامنځته کړي.

دا شورا وايي، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې لومړنۍ خبرې روانې دي خو وايي تر اوسه د سولې عالي شورا او افغان حکومت ته پکې د شریکېدو فرصت نه دی ورکول شوی.

په همدې حال کې دغه شورا په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو ته هیله منه ښکاري او تمه ښیي، چې د افغانستان له ثبات سره به مرسته وکړي.

د سولې عالي شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد وايي، له طالبانوسره د سولې په هر ډول خبرو کې باید د ده په وینا د افغانستان ټولې پرګنې او اړخونه برخه ولري.

ښاغلي مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که د افغانستان ټول اړخونه د سولې په خبرو کې برخه وانخلي، ښایي پایلې یې د افغانستان له ثبات او ټیکاو سره مرسته ونه کړي:

''که چېرې یو اړخ د بل اړخ د منفي کولو او مذکراتو د نه کولو هوډ لري، او له بل اړخ سره خبرې کوي، نو په پایله کې به که هر راز سوله راهم شي، پايښت به ونه لري او یو بل بحران به رامنځته شي، چې د افغانستان ملت نور ددا ډول ناوخوا زغم نه لري. هیله مې دا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې هم د افغانستان حکومت، هم وسله وال مخالفان او نړیواله ټولنه چې مشري یې امریکا کوي، دخیل وي.''

تر دې وړاندې افغان حکومت هم په وار وار ویلي و، چې د سولې د بهیر مشري به خپله افغان کوي. خو د سولې د عالي شورا چارواکي وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تر اوسه دغې شورا ته برخه نه ده و رکول شوې.

د باور خبرې

د سولې عالي شورا چارواکي وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې، اوسمهال د اعتماد د رامنځ کېدو لپاره تر سره کېږي.

دا شورا په داسې وخت کې دا خبرې کوي، چې تمه کېږي، په نژدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن کابل ته لاړ شي او له ولسمشر کرزي او نورو چارواکو سره د سولې د خبرو به اړه لیده کاته وکړي.

ورته مطالب