کابل ښاروال: تاريخي ځايونه بايد د افغانانو په پيسو جوړ شي

Image caption د دارلامان او چهلستون ماڼۍ او تاجبيک تپې په نويیمه لسيزه کې د کورنيو جګړو پر مهال دروند زيان ليدلی دی.

کابل ښاروالۍ د ښار د يو شمېر لرغونو ودانيو د بيارغولو لپاره په يوه حکومتي بانک کې د بسپنې را غونډولو لپاره رسمي بانکي حساب پرانستی دی.

د دارلامان او چهلستون ماڼۍ او تاجبيک تپه هغه تاريخي ځايونه دي چې ښاروالۍ يې د افغانانو د بسپنې په پيسو د جوړولو نيت لري. افغان چارواکو د هېواد په سوداګرو او شتمو غږ وکړ چې د ښاروالۍ له دغه نوښت سره مرسته وکړي.

په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکو د بيارغونې په برخه کې د نړيوالې ټولنې پر ځای خلکو ته د مرستې لاس ورغځولی.

که څه هم د افغانستان د وزيرانو شورا د دارالامان، چهلستون او تاجبيک ودانيو د بيارغولو چاره کابل ښاروالۍ ته ور په غاړه کړې، خو ښاروال محمد يونس نو انديش د يوه نوښت په توګه د دغو ودانيو د جوړلو لپاره له خلکو مرسته غوښتې ده.

ښاغلي نو انديش په يوه حکومتي بانک کې د حساب پرانیستو پر مهال له خلکو وغوښتل چې د دوی له دغه پروګرام سره مالي مرسته وکړي:

" هيله من يم چې وکړای شو په ګډه مرسته، که هغه ډېره لږه او کمه هم وي خپل ملي او تاريخي وياړونه بيا را ژوندي کړو او نړيوالو ته دا وښيو چې که موږ تصميم ونيسو موږ د دې وړتيا هم لرو چې خپل هېواد ودان کړو"

د ولسمشر حامد کرزي پيغام چې کابل ښاروال ولوست، په کې د دغه نوښت ستاينه شوې او پر خلکو غږ شوی چې له دې سره مرسته وکړي.

کابل ښاروال وويل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانان کولی شي خپلې مرستې د همدې بانکي حساب له لارې وکړي.

په حکومتي ادارو کې د فساد د شتون له امله د دغه بهير د رڼښت په اړه يو لړ اندېښنې د خلکو ترمنځ شته، خو ښاغلی نو اندېش وايي له دې حسابه هره وتونکې روپۍ بايد معلومه وي چې چا اخيستې او په کوم ځای کې لګېدلې ده.

د افغانستان لرغونپوه استاد رسول باوري د ښاروالۍ دا ګام ستايي او وړانديز يې دا دی چې دغه فرهنګ بايد ولايتونو ته هم وغځول شي.

د بيارغونې لگښت

دغه ودانۍ د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان او تيمورشاه د واکمنۍ پر مهال جوړې شوي، او په نويیمه لسيزه کې يې د کورنيو جګړو پر مهال دروند زيان ليدلی دی.

که څه هم دارالامان، چهلستون ماڼيو او د تاجبيک تپې تخنيکي سروې او ارزونه پيل شوې، خو کابل ښاروالي وايي معلومه نه ده چې د دغو ودانيو جوړول به څومره لګښت وغواړي.

خو هغه سروې چې يوازې د دارلامان ماڼۍ د بيارغولو لپاره د افغان او جرمني انجينرانو له لوري په ګډه شوې ښيي چې دغه ماڼۍ شاوخوا ۳۰ ميليونه يورو لګښت ته اړتیا لري.

دا چې له خلکو ټولېدونکې پيسې به وکولای شي دغه درې سره ودانۍ پرې ورغول شي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو توکو د ساتنې د برخې مشر عبدالاحد عباسي وايی د دغو ودانيو جوړول خورا زيات لګښت غواړي، خو هيله ښيي چې دا نوښت به وشي کړای تر يوه بريده مرستندويه ثابت شي:

په وروستيو کلونو کې د تاريخي ابداتو د بيارغونې لړۍ ته يو څه پام ور اووښتی او په دې لړ کې د هرات منار جام او اختيار الدين کلا او د کابل د بابر بڼ او شاهرارا بڼ بيارغول شوي، خو لا هم د هرات او غزني په ګډون د افغانستان په ډېرو سيمو کې داسې تاريخي ځايونه شته چې نړېدو ته ور نژدې دي او بيارغولو ته بېړنۍ اړتيا لري.

د دغو تاريخي ځايونو د جوړولو په برخه کې د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې يونسکو، اغان خان پونډېشن او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې کړې دي.