ستاسې غږ

ستاسې غږ: ولې لا تر اوسه افغانان خپل هيواد پريږدي؟

اندونيزيا په لسگونو هغه افغانان په تيرو څو ورځو کې ونيول چې د سياسي پناه لپاره يې استراليا ته په ناقانون ډول سفر کاوۀ. په دغه ډول سفرونو کې افغانان ډير خطر گالي.

گڼ شمير افغانان مړۀ شوي، بيړۍ يې ډوبې شوي او که مزلۀ ته رسيدلي هم دي راتلونکى يې روښانه نه دى.

دغو ټولو خبرو ته په پام سره ولې لا تر اوسه افغانان خپل هيواد پريږدي او په بهرنيو هيوادونو کې پناه غواړي؟ نا امني، په راتلونکي بې باوري، اقتصادي ستونزې که نورې داسې خبرې دي چې افغانان د خپل هيواد پرېښودو ته اړ باسي؟ او هغه چې وتلي په رښتيا يې ستونزې او کړاونه ختم شوي؟

د ستاسې غږ په دې ګڼه کې په همدې موضوع خبرې وشوې. د نړۍ له گوډ گوډ څخه اوريدونکو او کتوونکو په دې پروگرام کې برخه واخيستله او خپل نظرونه او پوښتنې يې د پروگرام ميلمه د برتانیا د ګلمورګن پوهنتون استاد ډاکټر علي وردګ سره شريکې کړې.

ډاريکټکوونکى او ايډيټ

اسمعيل مياخيل

مدير او وړاندې کوونکى

ايمل پسرلى

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .