کرزي پر مخالفينو غږ وکړ چې د ماشومانو واکسين پريږدي

کرزى د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر کرزي پر خپلو وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې واکسين پريږدي.

کابل کې د عامې روغتیا وزارت د نویو څیړنو له مخې د۲۰۱۰ میلادي کال په پرتله اوس مهال په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پیښې درې برابره زیاتې شوې دي.

د دغه وزارت د رپوټونو له مخې په ۲۰۱۱ میلادي کال د هېواد په کچه د ګوزڼ ناروغۍ اتیا پیښې لیدل شوي چې دوه شپیته پیښې یې د فراه ولایت په شمول د افغانستان په جنوبي سیموکې پېښې شوي دي.

ولسمشر کرزي پر دغو پیښو خواشیني څرګنده کړې او وایي: "هغه کسان چې د افغانستان مظلومو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د واکسین ورکولو مخه نیسي د هېواد د ماشومانو د راتلونکي دښمنان دي."

حامد کرزي د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې د ملي واکسیناسیون ټیمونو ته د دې اجازه ورکړي چې ماشومان واکسین شي او په دې توګه هغوی له فلج څخه وژغورل شي.

ښاغلي کرزي وويل:

"د افغانستان په نا امنو سیمو، په ځانګړې توګه د ډیورند د کرښې دواړو خواو ته د اوسیدونکو کورنیو ماشومان لا اوس هم د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه رنځیږي."

افغان ولسمشر له دیني عالمانو، ملا امامانو او قومي مشرانو څخه په ټینګار سره غواړي چې د واکسیناسیون له ټیمونو سره مرسته وکړي.

دۀ غوښتنه وکړه چې د دولت وسله وال مخالفین دې ته وهڅوي چې د واکسیناسیون ټیمونو ته اجازه ورکړي چې له پنځه کلنۍ څخه د ټیټ عمر لرونکي ماشومان واکسین او د ګوزڼ له ناروغۍ څخه یې وژغوري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي خو په تيرو کلونو کې يې ويل چې دوى د واکسين په وړاندې خنډ نه جوړوي.

افغانستان د هند، پاکستان او نايجريا تر څنگ څلورم هېواد دى چې تراوسه پورى هم ماشومان په کې د گوزڼ په ناروغۍ اخته کېږي .

د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکيو په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په بېلابېلو سيمو کې د ماشومانو د گوزڼ ٣١ پېښې ثبت کړې وې

په ٢٠٠٩ميلادي کال کې د گوزڼ د ناروغۍ ١٣ پېښې موندل شوې وې چې گڼې يې د چارواکو په وينا د افغانستان په هلمند او کندهار ولايتونو کې وې.

هر کال د روغتيا وزارت واکسينونه هم کړي دي او هيله دا وه چې دغه ناروغي بايد ديره کمه شوې واى.

خو دا چې د دغې ناروغۍ نوې قضيې ثبت شوي دي دا د کارپوهانو په وينا په دې مانا دي چې د واکسين چارې يا سمې نه دې پر مخ بېول شوي او يا هم اصلآ واکسينونه نه دي شوي.

ورته مطالب