ضعيف: بې گاونډيانو خبرې ژر بريالۍ کيږي

ضعيف د انځور حقوق bbc
Image caption مولوى ضعيف وايي په تير کې ثابته شوې چې گاونډيان د جرړې د حل پر ځاى پر موضوع سيالۍ ته کښېوتي دي

د طالبانو د مشرتابه يوه مخکني غړي ټينگار وکړ چې د افغانانو مخامخ خبرې، ددې پرتله چې گاونډيان پکې ښکېل وي، ژر بريالۍ کېدلى شي.

مولوي عبدالسلام ضعيف وويل په تېر کې ثابته شوې چې گاونډيان، د جړې د حل پرځاى پر افغان موضوع په سيالۍ کښېوتي او اوس بيا دغه کار کېدلى شي.

ښاغلى ضعيف چې په طالب واکمنۍ کې په اسلام آباد کې سفير و، بي بي سي ته وويل چې د پاکستان له ځانگړي دريځ سره سره هم بايد نه دغه هيواد او نه بل گاونډى د افغانانو د پخلاينې په چاره کې ونډه ولري.

ځينو افغان چارواکو هم په دې وروستيو کې ورته نظرونه ښودلي او له طالبانو سره يې د تماس لپاره د قطر غوره کول د گاونډيانو له اغېز نه د ژغورنې نړيواله هڅه بللې ده.

ښايي دا لومړى ځل وي چې هم طالبان او هم نړيواله ټولنه غواړي چې د پاکستان له ښکيلتيا پرته د سولې بهير پر مخ يوسي ، تر دې وړاندې داسې انگيرنې هم په کور دننه او هم په بهر کې ډيرې وې چې د گاونډي هيواد پاکستان پرته شونې نه ده چې د طلبانو او پا په توله کې د افغان دولت له مخالفو وسله والو سره دې د خبرو اترو بهير بريالۍ راوخيژي.

په اسلام اباد کې د طالبانو د مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم وايي که چيرته د افغانستان د سولې په بهير کې د گاونډيانو پښه ورگډيږي ، نو په خبره يې چې د گټې پر ځاى به يې تاوان ډير وي.

ښاغلي ضعيف دا رنگه وويل چې تيرو تجربو ته په کتو بايد نړيواله تولنه نيغ په نيغه له افغان دولت او وسله والو مخالفينو سره اړيکي ونيسي ، خو تر ډيره ښايي د ځينو په نظر د افغانستان د گاونډيانو سره هم په دې برخه کې خبرې اترې بې ضرورته نه وي خو د افغانستان د سولې د لويې شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد وايي چې لا هم په دې برخه کې د گاونډيړ هيوادونو سره د باور قضا نه ده رامنځته شوې.

خنډونه

که څه هم ښاغلى مجاهد په دې برخه کې تر ډيره نړيواله ټولنه گرموي ، خو دا هم وايي چې افغان دولت هم د خپلو گاونديانو سره هغه شان راشه درشه نه ده پاللې چې له امله يې د سولې په چاره کې له هغوى سره همغږي زياته شي.

داسې انگيرنې هم له افغانانو سره پريمانه دي چې گواکې تر ډيره د سولې په بهير کې را ولاړ شوي خنډونه د افغانستان د گاونډيو هيوادونو له لاسه دي چې نه غواړي په دغه هيواد کې سوله او ټيکاو ټينگ شي.

ښاغلى ضعيف د دغې ستونزې د پرې کولو لپاره وړانديز کوي چې راولاړ شوي خندونه که د هر هيواد له خوا نه را دبره شوي وي بايد هغوى يې پخپله له منځه يوسي.

خو يو شمير کتونکي دې ته گوري چې کوم طالب چارواکي له امريکا د جوړجاړي لپاره مخکې کيږي په کومه کچه به د پاکستان له اغيزو ژغورلي وو.

خو که تير په پام کې وي په خوا هم يو ځل د پاکستان او طالبانو دريځونه بيل شوي وو،او هغه هم د طالب واکمنۍ پر مهال چې پاکستان طالبان د جگړې مخنيوې ته هڅول خو هغوى په کې ځان ښکيل کړ.

ورته مطالب