وردګ: د زده کوونکو شمېر ۱۲ میلیونو ته لوړوو

د افغانستان د پوهنې وزرات د ماشومانو له نړیوال وجهي صندوق یا یونسف سره په افغانستان کې د پوهنې حالت د لا ښه کولو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

په دې موخه د پوهنې د نړیوال مشارکت ټولنې له خوا د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ۵۵،۷ میلیونه ډالرو مرستې اعلان هم وشو.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دوی نړیوالو ته په ډاګه کړې چې د پوهنې په برخه کې د خپلو پروژو د پلي کولو وړتیا لري نو له همدې کبله د لازیاتو مرستو ژمنې ورسره کیږي.

ددې وزرات چارواکي وايي په هېواد کې د پوهنې د پرمختګ لپاره ګڼ پلانونه لري خو تر څنګ یې اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې ځینې ستونزې هم په مخ کې پرتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردګ په وینا اوسنۍ ۵۵،۷ میلیونه ډالر به په سر کې د هېواد په دیارلسو ولایتونو او ۵۵ ولسوالیو کې ولګول شي، چې څلور عمده برخې لري.

دغه مرستې به د غور، بادغیس، دایکنډي، نیمروز، فراه، کندهار، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او نورستان په ولایتونو کې د پوهنې حالت د ښه کولو لپاره ولګول شي. ځکه د پوهنې د وزیر په وینا په دغو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې حالت ټیټ او نسبتاً کمزوری دی.

د پوهنې وزیر په وینا د افغانستان په نورو ولایتونو او ولسوالیو کې ددې پروګرام تر څنګ ددې وزارت نور پروګرامونه هم پلي کیږي او اوسنی پروګرام هم یوازې په همدې ۱۳ ولایتونو کې نه راغونډېږي.

Image caption د افغانستان د پوهنې وزیر وايي دا مرستې یې د یوې نړیوالې سالمې سیالۍ له لارې ترلاسه کړې دي.

د پوهنې د نړیوال مشارکت ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې په دې موخه رامنځ ته شوه چې په نړۍ کې باید هیڅ ماشوم له زده کړو بې برخې نه شي.

په ۲۰۰۴ کال کې یې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه خو هغه مهال افغانستان په دې ټولنه کې د ګډون شرطونه پوره نشوای کړای، او د پوهنې وزیر په وینا هغه مهال ظرفیتونه نه وو موجود ، خو اوس یې ددې ټولنې د شپږڅلوېښتم غړي په توګه غړیتوب ترلاسه کړی دی.

د پوهنې وزیر وايي دوی راتلونکو دریو کلونو کې پلان لري چې د اوسنیو ۸،۴ میلیونه زده کوونکو شمېر دولس میلیونو ته لوړ کړي،۲۵۰۰ نوي ښوونځي جوړ کړي ۴۰۰ ښوونځي چې لا تر اوسه تړلي دي دروازې به یې د زده ککونکو پر مخ پرانیستل شي، ۳۰۰ مسلکي ښځینه زده کوونکې به لېرې پرتو سیمو ته ولېږل شي او شپیته زره نور ښوونکي به وروزي.

ورته مطالب