یان کوبیش: د افغانانو ښه همکار به پاتې شم

یان کوبیش
Image caption ښاغلی کوبيش په سلواکي، انګليسي، روسې، چکي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي او په ۱۹۵۲ کال کې په براتسلاویا کې زیږیدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو نوی استازی کابل ته رسېدلی او په رسمي ډول یې په کار پیل وکړ.

۶۰ کلن یان کوبیش، چې د سلواکیا اوسېدونکي دی، له دوه زره لومړي کال راوروسته د ملګرو ملتونو شپږم ځانګړی استازی دی، چې دافغانستان لپاره ټاکل کیږي.

یان کوبیش، چې د چهارشنبې له ورځې یې په افغانستان کې په رسمي ډول دنده پيل کړه، د مسکو د نړیوالو اړیکو له انسټیوټ څخه فارغ شوی دی.

نوموړی مخکې، له دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي وټاکل شي، د اروپا لپاره د دغه سازمان د اقتصادي کمیسیون اجرایوي مشر و.

ښاغلي کوبیش په ارګ ماڼۍ کې له ښاغلي کرزي سره د لیدو پرمهال په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره د افغان حکومت هڅې وستایلې او د افغانانو په مشرۍ یې له دغو خبرو ننګه وکړه.

دغه راز ښاغلی کوبیش، له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی او په اروپا کې د امنیت او همکاري د سازمان د عموي منشي پر دنده یې هم کار کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دغه نوي غوره شوي استازي د نولس سوه نویمې لسیزې په اوږده کې هم د تاجکستان لپاره د دغه سازمان استازولي کړې ده. ښاغلي کوبیش ژمنه وکړه، چې له افغان حکومت سره به له نژدې کار کوي:

''زه به هڅه وکړم، چې دلته کار وکړم، هڅه کوم، چې د امنیت د لیږد په بهیر کې دلته پاتې شم او له افغان حکومت سره کار وکړم. زه هڅه کوم، چې د افغانانو ښه همکار و اوسم.''

ښاغلی کوبيش په سلواکي، انګليسي، روسې، چکي او فرانسوي ژبو روانې خبرې کوي او په ۱۹۵۲ کال کې په براتسلاویا کې زیږیدلی دی.

له نوموړي وړاندې، سټيفن ډيمسټورا دوه کاله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و.

ملګري ملتونو په عمومي ډول په هرو دوو کلونو کې د نړۍ هیوادونو خپل نوي استازي ټاکي.

ورته مطالب