د افغانستان د انتخاباتو د کميسيون نويو غړيو لوړه وکړه

انتخاباتو کميسيون
Image caption د انتخاباتو د کميسيون نوي غړي وټاکل شول

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو ټاکل شویو غړو، د ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پرځای کړل.

محمد حسین ګرزیوانی، سید محمد هاشم فولاد، غلام دستګیر آزاد، مومنه یاري او ریدا عظیمي چې په دې وروستیو کې د ولسمشر د حکم پر اساس د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو په توګه ټاکل شوي وو.

دوى په ارګ کې د لوړې مراسم پرځای کړل.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي دغو نويو غړيو ژمنه وکړه چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو په توګه به خپلې اړوندې دندې په صداقت، امانت دارۍ ، استقلال او بې طرفۍ او د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو په رڼا کې سرته و رسوي.

حامدکرزي د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو غړو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې په خپلو نویو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورته مطالب