سږ کال بهر کې د افغانانو پنا غوښتنه ډېره شوې ده

یونان کې افغان کډوال
Image caption د اروپايي هېوادونو په تکل ګڼ افغانان یونان ته مخه کوي.

په تېرو لسو کالو کې سږ کال تر ټولو ډېر افغانان په بهر کې د پنا غوښتلو لپاره له افغانستانه وتلي.

د اسوشېډېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، یوازې د تېر کال له جنورۍ څخه تر نومبر میاشتې پورې تر دېرشو زرو ډېرو افغانانو په بهرنیو هېوادونو کې د پنا غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دغه شمېره د ۲۰۱۰ کال د همدې مودې پرتله، ۲۵ سلنه ډېروالی ښيي.

بهرنیو هېوادونو په تېره بیا اروپايي هغو ته د افغانانو دغه سفرونه له کږلېچونو، ربړو او ځاني خطرونو ډک وي.

د راپور له مخې، دغه پنا غوښتونکي قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي، چې کله- ناکله یې پر نیمه لار پرېږدي.

په راپور کې له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو او خطر ته د ځان ورکولو اصلي لامل په هېواد کې روانه جګړه او ناامني بولي.

خو ځینې ځوانان بیا د پیسو ګټلو او ښه ژوند برابرولو په موخه اروپايي هېوادونو ته مخه کوي.

راپور کاږي، ګڼ افغانان د ایران یا پاکستان له لارې په قاچاقي لارو قاچاق وړونکو ته ان تر پنځه ویشتو زرو ډالرو ورکوي، چې بهر ته یې ولېږدوي.

په داسې حال کې چې هر کال افغانستان ته زرګونه کډوال بېرته ستنېږي، خو دا چې افغانستان کې د مناسب کار او روزګار نه موندلو له کبله بېرته له هېواده وتلو ته مجبورېږي.

په کابل کې د ۲۰ کلن احمد په څېر شاید ګڼ ځوانان د پیسو په مقابل کې بهر ته د تلو لېواله وي.

احمد وايي چې له افغانستانه بهرني هېواد ته د رسېدو په موخه ان څلور زره ډالرو ورکولو ته هم چمتو دی:

"فکر نه کوم چې په راتلونکو پنځو کالو کې به افغانستان کې د پام وړ پرمختګ راشي، غوره دا ده چې له هېواده ووځم."

احمد په راتلونکو څو اوونیو کې د ایران له لارې بهر ته د تلو تکل لري.

Image caption افغانستان کې د روانې ناامنۍ له کبله ګڼ هېوادوال هېواد ته د ستنېدو تکل نه لري.

د احمد کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ایران ته کډه شوې وه، خو د نوي حکومت په جوړېدا له نویو هیلو سره هېواد ته ستنه شوه، خو اوس احمد په دې اند دی چې په هېواد کې یې راتلونکی ځلانده نه ښکاري:

"که چېرې بهرني ځواکونه ووځي، حالات به لانور پسې خراب شي، د ښه کېدو هېڅ تمه نه شته."

له ۲۰۰۱ راهیسې د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته، افغانستان ته شاوخوا پنځه اعشاریه اووه میلیون افغان کډوال ستانه شوي.

له دې ډلې یې زیاتره برخه په لومړیو پنځو کالو کې راستانه شول.

تېرکال افغانستان ته نژدې ۶۰۰۰۰ کډوال ستانه شوي، چې تر هغه مخکې ددې شمېرې ایله نیمايي کډوال هېواد ته ستانه شوي وو.

خو دا چې د افغانستان امنیت لا په خرابېدو دی، ګڼ افغانان بهر کې د پنا اخیستو په فکر کې دي.

ورته مطالب