'افغانستان د سیاسي نظاموونو د تجربې لابراتوار نه دی'

افغان ولسمشر حامد کرزي نن په پريکنده توگه په بهرنيو هيوادونو کې د افغانستان د نظام د بدلولو په اړه وويل چې افغانستان د نظامونو د تجربه کولو لابراتوار نه دى ، او هيڅوک دا واک نه لري چې د بهرنيو هيوادونو په اشارو سره په افغانستان کې د نظام بڼه بدله کړي .

که څه هم ولسمشر کرزي په دې اړه د کومې ځانگړې ډلې يا ځانگړي هيواد نوم وانه خيست ، خو تر ډيره يې د جرمني د برلين په ښار کې د افغان دولت د سياسي مخالفانو هغه غونډه وه چې د ځينو بهرنيو سياسي سټو سره يې جوړه کړې وه .

ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دويم کال د پيليدو په اړه خبرې کولې ، هغه که څه هم د ملي شورا د کاري دورې په اړه له ډيرو جزئياتو نه په څنگ تير شو ، خو په افغانستان کې د حکومت لاسته راوړنې او ننگونې يې يوه په يوه وشميرله .

لاسته راوړنې

افغان ولسمشر کرزى چې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ ته د چورلکې په مټ ورغلى و ، له څو ورځې راهيسې دغلته سخت امنيتي گامونه پورته شوي و او تر ډيره ملي شورا ته ورغلې ټولې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې وې ، ملي شورا ته د ښاغلي کرزي له رسيدو سره جوخت پوځي تشريفات ترسره شول.

ولسمشر کرزي د افغان حکومت د تير کال لاسته راوړنې او ننگونې يادې کړې او په برلين کې يې د هغې غونډې يادونه وکړه چې څه موده مخکې د ځينو افغان سياستوالو او بهرنيانو تر منځ شوې وه.

ښاغلي کرزي وويل چې افغانستان د نظامونو لابراتوار يا ازميښتون نه دى چې د هر چا زړه څه غوښتي وي ، يا د بهرنيانو په اشاره نيامونه بدل رابدل کړي ، که څه هم هغه د کومې ډلې يا کوم هيواد نوم وانه خيست ، خو تر ډيره يې اشاره هغې غونډې ته وه چې د دولت سياسي مخالفينو په برلين کې د ځينو بهرنيانو سره يو ځاى جوړه کړې وه او په هغې کې د افغانستان د نظام بدليدل غوښتل شوي وو :

سیاسي لابراتوار

((افغانستان د بهرنيانو سياسي لابراتوار يا سياسي ازميښتون نه دى چې په هرو څو کالو کې يو نظام په کې وازميل شي په تيرو څلويښتو کالو کې گڼ سياسي نظامونه دلته ازميل شوي دي، چې له ويجاړيو او د ټولنيزو بنستونو د ړنگيدو پرته يې بله پايله نه ده لرلې ، موږ هيڅکله هم چاته اجازه نه ورکوو چې د يو بل خطرناک سياسي ازميښت لپاره مټې رابډوهي ، د افغانستان اوسنى سياسي نظام د افغانستان د خلکو په خوښه او غوښتنه رامنځته شوى او په کې ټولنيز عدالت هم په پام کې ساتل شويدى ، موږ به يې د ژوند تر وروستى سلگۍ يورې ننگه او ملاتړ کوو . ))

ښاغلي کرزي زياته کړه چې دا مهال د افغانستان لپاره رياستي نظام غوره دى او په اوسنيو ترينگلو حالاتو کې همدغه شته نظام کولاى شي چې تر ډيره د دغه هيواد يوالى ټينگ کړي ، که نه نو د هغه په خبره ښايي د نيامونو په نورو بڼو کې کيداى شي چې د دغه هيواد يوالى زيانمن شي .

فدرالي سیستم

تر دې وړاندې پ پخوانى شمالي ټلوالې ځينو سياسي سټو د جرمني د برلين په ښار کې د امريکې او جرمني د ځينو سياستوالو سره يو ځاى په يوه غونډه کې د افغانستان د سياسي نظام د بدليدو غوښتنه کړې وه ، چې په سر کې داسې ويل کيده چې گواکې دغه ډله په افغانستان کې د فدرالي سيستم غوښتونکي دي ، خو وروسته دغو کسانو پخپلو خبرو کې وويل چې دوى دغلته د پارلماني نظام غوښتونکي دي چې له مخې به يې ټول واليان او ولسوالان د ټاکنو له لارې وټاکل شي، چې د دغه وړانديز ځيني غوښتونکي پخپله د ولسي جرگې غړي دي چې نن هم د ملي شورا د شپاړسمې دورې د دويم کال د پيل په غونډه کې ناست وو .

که څه هم د شپاړسمې دورې د دويم کال د پرانيستې په غونډه کې د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي هم خبرې وکړې ، خو هغه هم د ملي شورا په مخکې په پرتو ستونزو او ننگونو زيات تم نه شو ، هغه په ټوليز ډول د افغان دولت لپاره له شتو ننگونو نه پلو پورته کړ ، خو دا يې هم ياده نه کړه چې په تير کال کې د هغوى کونې تر کومه بريده بريالۍ او يا هم ستونزمنې وې .

د وزیرانو برخلیک

خو په ټوله کې د ملي شور لپاره راروان کال هم له ستونزو او ننگونو خالي نه دى ، د کال په لومړيو شپو ورځو کې دوى بايد خيل اداري پلاوى وټاکي چې تير کال يې پرې خورا وخت تير کړ ، دا رنگه د اوو سرپرستو وزيرانو د برخليک جوتيدل ، او ورسره ، ورسره د هغو نا تصويب شويو قوانينو تصويبيدل دي چې تير کال دوى نه و توانيدلي چې هغه تصويب کړي ، په دغو تولو کې د ټاکنو قانون او د دولت د تشکيلاتي کرښو قانون هغه څه دي چې ښايي ولسي جرگه کې تر ډيره پورې ناتصويبه پاتې شي او ډيرې ناندرى او جنجالونه يې پر سر راوټوکيږي .

ورته مطالب