ولسي جرګه د ۱۶ دورې دویم تقنیني کال پيل کړ

ولسي جرګه
Image caption د پارلمان پرانیستو ته تر ټولو ډېر د عدلیې وزارت ډېر په انتظار دی.

د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو غړو تر یوه چت لاندې راټول او د جرګې د شپاړسمې دورې دویم تقنیني کال پرانیست.

جرګې ته د ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هغه د کابینې ګڼ وزیران او ګڼ نور حکومتي چارواکي او په کابل کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیران ورغلي وو.

ولسي جرګه وايي، په راروان لمریزکال کې به د کابینې او سترې محکمې ځينې غړو ته د باور رایې د ورکړې ترڅنګه ځینې مهم قوانین هم تصویب کړي.

په همدې حال کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وايي، د پارلمان د کار په پیل سره به ټول سرپرست وزیران او سرپرست ریسان، د باور د اخیستو لپاره پارلمان ته معرفي شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر کلاتوال بي بي سي ته وویل، د دې لپاره ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي او تمه ده چې ولسمشر کرزی هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

ښاغلي کلاتوال زیاته کړه، چې د کابینې یو شمېر غړو او د سترې محکمې ځینو غړو ته د باور د رایې ورکول او همداراز د جرګې د کاري اجنډا ټاکل له مهمو کارونو څخه دي، چې جرګې په راتلونکي کال کې په پام کې نیولي دي.

همداراز په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وايي، د پارلمان د کار له پيل وروسته به حکومت ولسي جرګې ته د هغه وزارتونو لپاره نوماندان ورمعرفي کړي چې دا مهال د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کیږي.

د دغه وزارت ویاند نعمت الله بشروال له بي بي سي سره په خبرو کې ویل، ولسي جرګې ته به د کابینې د پاتې څوکیو د نوماندانو معرفي کول ډير ونه ځنډيږي:

''لومړیتوب دا دی هغه کاندید وزیران چې د تایید رایه یې نه ده اخیستې، ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستو لپاره معرفي کېږي.''

خو د پارلمان پرانیستو ته تر ټولو ډېر د عدلیې وزارت ډېر په انتظار دی.

دغه وزارت وايي چې په تېر یوه کال کې یې ۱۴ قانوني سندونه او د قوانینو طرحې د تصویب لپاره پارلمان ته استولي دي، خو لاهم ډېر قوانین نه دي تصویب شوي.

جنجالي غونډې

Image caption په تېر یوه کال کې د ولسي جرګې غړي تر ډيره په خپلمنځي اختلافونو کې ښکېل و او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ کړکېج هم د دې لامل شو، چې د جرګې کارونه بشپړ نشي.

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال سید یوسف حلیم بي بي سي ته وویل د ولسي جرګې په تېره څلور میاشتنۍ دوره کې وکیلانو د قوانینو طرحې تصویب نه شوای کړای؛ ځکه چې دوی خپلې ټولې غونډې په جنجالونو تېرې کړې:

''حکومت ملي شورا ته ډېر مهم قوانین ورلېږلي، چې تصویبېدو ته یې جدي اړتیا لیدل کېږي.''

په تېر یوه کال کې د ولسي جرګې غړي تر ډيره په خپلمنځي اختلافونو کې ښکېل و او د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ کړکېج هم د دې لامل شو، چې د جرګې کارونه بشپړ نشي.

د افغانستان ولسي جرګه په دغه موده کې په تمه وه چې د باور د رایې د اخیستو لپاره به د کابینې او سترې محکمې پاتې غړي ورمعرفي شي خو ولسمشرحامد کرزي تر پایه په دې برخه کې د جرګې د استازو پرله پسې غوښتنو او فشارونو ته ډير پام ونه کړ.

ورته مطالب