افغانستان له درو اروپايي هېوادونو سره ستراتیژيک تړونونه لاسلیکوي

کرزی
Image caption له دې وړاندې افغانستان له هند سره هم د ستراتيژيکو اوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړی دی.

افغان حکومت وايي، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ افغانستان له درې اروپایې هیوادونو سره اوږدمهال سترایتژیک تړونونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، راتلونکې اونۍ به ولسمشر کرزی برتانیې، ایټالیا او او فرانسې ته د همدغو سندونو دلاسلیکو په موخه سفرونه وکړي.

افغانستان له ناټو، اروپايي ټولنې او اسټراليايي هم په سياسي، امنيتي، اقتصادي، کلتوري او نورو برخو کې د ستراتيژيکو اړيکو پر سر خبرې پيل کړې دي.

افغانستان پر داسې مهال د اروپا له دریو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیکوي، چې لاهم له امریکا سره د ستراتیژیک تړون پر سر خبرې ورستي پړاو ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري له بریتانې، فرانسې او ایټالیا سره د ستراتیژیکو اړیکو په ټینګولو سره به افغانستان له دغو هیوادونو سره په اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي برخو خپله همکاري لا پراخه کړي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زی په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دې سندونو دلاسلیکیدو په موخه به افغان ولسمشر حامد کرزی راتلونکې اوروپاته سفر وکړی:

''راتلونکې اونۍ به دافغانستان ولسمشر حامد کرزی درې اوږدمهاله مهم ستراتیژیک تړونونه ، له درې هیوادونو سره، چې افغانستان ورسره اوږدمهالې تاریخي او دوستانه اړیکې لري، لاسلیک کړي.

هغه سندونه، چې راتلونکې اونۍ به لاسلیک شي، په هغې کې به اقتصادي، سیاسي، امنیتي، فرهنګي ، ټولنیزې او نورې هغه همکارۍ شاملې وي، چې دغه درې هیوادونه او افغانستان ورته اړتیا لري.''

ښاغلي موسي زي د دغې ستراتيژيکې همکارۍ په اړه لږ نور جزييات هم ورکړل ويې ويل چې له فرانسې سره به د دوستۍ او همکارۍ ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.

ده دغه راز وويل له ايټاليا سره به يې د ستراتيژيکې ملګرتيا لومړنی دوره لس کاله وي او له انګلستان سره د شلو کلونو لپاره اږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک شي.

له دې وړاندې افغانستان له هند سره هم د ستراتيژيکو اوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړی دی.

په همدې حال افغان حکومت او امریکا هم د ستراتیژیکو اړیکو د تړونونو هڅې روانې کړي دي چې لا په لومړيو پړاوونو کې دي.

ورته مطالب