د فرانسې دفاع وزیر د پوځيانو د وژلو پلټنې لپاره کابل ته تللي

ژیرار لانګې د انځور حقوق nb
Image caption طالبانو د څلورو فرانسوي سرتېرو د وژنې پړه منلې ده.

وسله والو طالبانو ویلي، چې د فرانسوي سرتېرو وژونکو دوی ګمارلی و.

رویټرز خبري اژانس د ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي "د افغانستان اسلامي امارت په حساسو مرکزونو کې داسې کسان ګمارلي چې ځينو یې خپلې دندې ترسره کړې او نور فعالیت کوي."

بل خوا، د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي ویلي د بهرنیو ځواکونو ناوړه کړنې، چې تر ټولو ډېره ناوړه یې په وروستیو کې د ځينو وژل شوو طالبانو پر مړو د امریکايي پوځيانو له خوا متیازې کول دي، د ګڼو افغانانو نفرت لا ډېر کړی دی.

د فرانسې د دفاع وزیر ژیرار لانګې د لوړې کچې خبرو لپاره کابل ته تللی، چې له دغه هېواده د خپلو پوځيانو پر ایستنې به راټولې وي.

تېره ورځ د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د فرانسوي روزونکو له خوا د افغان سرتېرو د روزنې چاره وځنډوله.

ښاغلي لانګې د جمعې په ورځ په ناڅاپي سفر کاپیسا ته یوه ورځ وروسته تر هغه ورسېد، چې یوه افغان عسکر د پوځي روزنې پرمهال څلور فرانسوي سرتېري په ډزو ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

په ټپیانو کې د اتو هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی.

د فرانسې دفاع وزیر وویل: "دوی وسله وال نه وو. دوی په لفظي شخړه د یوه افغان سرتېري له خوا وژل شوي. تر اوسه نه پوهېږو چې ایا دا کار د طالبانو له خوا شوی او که د کوم بل دلیل له مخې."

تېره میاشت هم په کاپیسا کې د افغان ملي اردو یونیفورم اغوستونکي کس دوه فرانسوي سرتېري په ډزو ووژل.

ورته مطالب