مارک ګروسمن کابل ته رسېدلی

مارک ګروسمن
Image caption په پام کې وه چې مارک ګروسمن لومړی اسلام اباد ته ولاړ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي مارک ګروسمن ویلي، چې له طالبانو سره د افغان حکومت او امریکا د خبرو ملاتړی دی.

نوموړی د شنبې پر ورځ (جنوري ۲۱) کابل ته ورسېد.

په پام کې وه چې د تېرې اوونۍ په پای کې مارک ګروسمن اسلام اباد ته ولاړ شي، خو پاکستان وویل چې په دې حساسو ورځو کې اسلام اباد ته د مارک ګروسمن سفر ګټور نه پرېوځي.

په دې وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شوي دي.

ددواړو ترمنځ اړیکي د تېرکال په وروستۍ میاشت کې هغه مهال ترینګلي شول، چې په قبایلي موندو ایجنسۍ کې د ناټو بمبارۍ ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.

وړاندې امریکا له طالبانو سره د قطر په دوحه کې د دفتر پرانیستلو پر سر خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې دواړو لورو په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پر جوړېدو ضمني موافقه کړې ده.

ولسمشر حامد کرزي هم ددغو خبرو په تعقیب د امریکا او طالبانو ترمنځ پر مذاکراتو موافقه وښوده.

ورته مطالب