گروسمن له کابله قطر ته وخوځيد

گروسمن
Image caption مارگ گروسمن وايي چې هر ځاى لاړ د افغانستان د سوله له بهيز سره يې خواخوږي او ملاتړ وليد

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن په افغانستان کې د سوله ييزو هلو ځلو په لړ کې نن( دوشنبه د جنوري ٢٣) له کابل نه قطر ته رهي شوى دی.

ښاغلي ګروسمن تېرې دوه ورځې په کابل کې له افغان مشرانو سره په خبرو تېرې کړې چې اصلي ټکی له طالبانو سره د پخلاينې څرنګوالی و.

په کابل کې ده وويل چې په خپله د افغانانو ترمنځ او هم د سيمې په هېوادونو کې له افغانانو سولې سره خواخوږي ډېره ده، خو زياته يې کړه چې د دې ټولو هڅو بهير بايد افغانان په خپله سمبال کړي

ښاغلى گروسمن تر افغانستان د مخه ترکيې، سعودي عرب، متحدو اماراتو او هند ته تللى و.

دى وايي چې په ټولو دغو هيوادو کې يې د افغانستان له سوله ييز بهير سره خورا خواخوږي او ملاتړ موندلى دى.

پاکستان ښاغلى گروسمن اسلام اباد ته ورپرېنښود.

ظاهرا" پر دې دليل چې د دود خلاف له طالبانو سره د تماسونو پيل د دغه هيواد له گډون پرته تر سره شوى دى.

د قطر مرکز

د قطر مرکز دوحې ته د مارک گروسمن ورتگ د دغو سلا مشورو د نورې غځونې په لړ کې کېږي.

امريکايي سرچينې وايي چې د افغانستان په سوله ييز بهير کې بايد قطر چې د طالبانو د استازۍ د کوربه په توگه غوره شوى، مهمه ونډه ولري.

په خپله مارک گروسمن هم پرون په کابل کې پر دې خبره ځانگړى ټينگار وکړ.

امريکايي چارواکو په کابل کې د مارک گروسمن دوه ورځنۍ کتنې گټورې بللې دي.

په دغه موده کې نوموړي دوه ځلې له ولسمشر حامد کرزي، د هغه له نژدې سلاکارانو او د سولې د حکومتي شورا له غړو سره کتلي دي.

په افغان حکومت کې له طالبانو سره د امريکا د مخامخ تماسونو په اړه او دا چې په کومو شرايطو به ترسره کېږي، اندېښنې وې.

ښاغلي گروسمن ډاډ ورکړ چې دا ټولې هڅې يوازې د افغانانو ترمنځ د يوه سوله ييز بهير د پيل لپاره دي او د هيواد د برخليک ټاکل يوازې د افغانانو کار دى.

طالبان

ګروسمن زیاته کړه ،چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د ایجاد لپاره ،طالبان هم باید اعلان وکړي چې خپلې اړیکي یې له نړيوالې ترهگرۍ سره شلولي دي او دا چې په افغانستان کې د شخړې د ختمیدو لپاره د سولې د بهير ملاتړ کوي.

دۀ وويل:

"زه د هغه کار په اړه چې باید له هر څه مخکې ترسره شي داسې ووایم چې لومړی قطر او افغانستان له یوبل سره نیغ په نیغه اړیکې ونیسي او زه بې له شکه د دې ارزښتناکې موضوع په هکله د خبرو په موخه افغانستان ته د قطر د پلاوي د راتګ په هکله د بهرنیو چارو د مرستیال له هرکلي څخه مننه کوم. "

ښاغلي ګروسمن ،چې کابل ته یې د خپل دوه ورځني سفر په اوږدو کې له ولسمشر کرزي، د بهرنیوچارو وزیر او دسولې د عالي شورا د غړو سره رسمي لیدنې درلودې.

ورته مطالب