لودين: قطر ته د طالب زندانيانو د استولو ملاتړ کوو

Image caption افغان حکومت قطر ته د طالب زندانيانو داستولو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاوېد لودين وويل دوی به قطر ته د طالب بنديانو د استولو ملاتړ وکړي، خو وايي د بنديانو لېږد بايد د زندانيانو په خوښه تر سره شي.

خو د امريکا متحده ايالتونه وايي تر اوسه يې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې چې آيا هغه پنځه تنه طالب بنديان به خوشې کړي چې اوس په ګوانتانامو کې بنديان دي، که نه.

په کابل کې له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن وويل طالبان بايد په پراخ ډول په خبرو کې ښکېل شي.

د دې مياشتې په پيل کې طالبانو اعلان وکړ چې په قطر کې به يو سياسي دفتر پرانېزي.

د افغانستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير جاوېد لودين د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره خبرو کې وويل له ګوانتانامو نه قطر ته د طالب بنديانو په لېږد کې د زندانيانو رضايت شرط دی:

"که چېرې د امريکا متحده ايالات پرېکړه وکړي چې طالب زندانيان له ګوانتانامو نه قطر ته ولېږدوي، موږ يې ملاتړ کوو، ځکه په دې کار سره به طالب زندانيان په قطر کې له خپلو کورنيو سره يو ځای شي. خو دا کار بايد د زندانيانو په خوښه وشي."

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن وويل په دې اړه لا امريکا پرېکړه نه ده کړې، خو وايي که له ګوانتانامو نه قطر ته بنديان لېږدول کېږي، نو په خبره يې د کانګرس تاييد ته اړتيا لري.

ښاغلي ګراسمن وويل په تېرو دوو ورځو کې يې د ولسمشر کرزي په ګډون له نورو افغان چارواکو سره د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.

د امريکا ځانګړي استازي په دې هم ټينګار وکړ چې افغانستان بايد له قطر سره نژدې اړيکې ولري:

" هغه چارې چې اړينې دي په اړه يې غواړم سپيناوی وکړم. لومړی دا چې قطر او افغانستان اړ دي له يو بل سره نيغ په نيغه اړيکې ولري. زه د قطر د بهرنيو چارو د مرستيال وزير او هغه پلاوي مننه کوم چې د دغې موضوع لپاره افغانستان ته راځي.

دويمه دا چې په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانستې هم منندوي کوم. موږ دارنګه د داسې يوې اعلاميې د خپرېدو په تمه يو چې د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو له خوا خپره شي او په کې په افغانستان کې د سولې په پلوۍ او د جګړې د ختمولو په اړه ځېنې موضوعګانې روښانه شي."

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی نن دوشنبه قطر ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

ورته مطالب