کابل د سړي تښتوونکو یوۀ ډله نیولې

Image caption د شتمنو خلکو او یا هم د يو شمير نورو کورنیو د غړو تښتونه له څو کلونو راهیسې په کابل ښار کې روانه ده.

د سړي تښتوونکو له ډلې د يوه تښتول شوي کس تښتېدل، د یوې څلور کسیز سړي تښتونکي ډلې د نیولو لامل شو.

افغان پولیس وايي، په دغه ډله کې داسې کس هم شته، چې په کابل ښار کې يي د سړي تښتونې ډېرې پېښې سنبال کړې دي.

ډاکټر شعور وايي، وسله والو سړي تښتوونکو، چې د ملي امنیت د سرتېرو جامې يې اغوستې وې، د تېرې جمعې پر ورځ يې له سلمانۍ څخه یوه نامعلوم ځای ته وړی و.

د نوموړي په وینا سړي تښتوونکو ورته د بې هوښۍ درمل ورپیچکاري کړي او د کابل ښار شمال لور ته يې وړي، بیا يې له کورنۍ څخه د شعور د خوشي کولو په بدل کې د درې میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

د ډاکټر شعور په وینا سړي تښتونکو د ده په چای او ډوډۍ کې چرس ورګډ کړي وو، چې دی نیمه بې هوشه وساتي، خو ډاکټر شعور وايي، ده خپل چاي په ګوښه کې تش کړ او ځان يې ویده وښود، تر هغې، چې شپه پخه شوه او سړي تښتوونکي ویده شول او ده ورتاو زنځیرونه خلاص کړل او ورڅخه وتښتېد.

له هغه وروسته ده خپل پلار ته تيلفون وکړ او پولیس يي خبر کړل او پولیسو له ملي امنیت سره په ګډه د سړي تښتوونکو ډله ونیوله.

ډاکټر شعور د خپل وجود ټپونه ښکاره کړل او ویل يي، چې تښتوونکو به دی واهه.

نوموړی ادعا کوي، چې دغه ډله، له یوه دولتي چارواکي سره هم اړيکي لري، خو وايي، که هغه چارواکى د دغې ډلې د خوشي کولو هڅه وکړي، نو رسنيو ته به يي نوم واخلي:

د چارواکي نوم

''په همدې ورځ هم دوی زما د وهلو لپاره راغلي و او غوښتل يي، چې فلم رانه ډک کړي، همدې لپاره بې هوښه پرېوتم، یوه ته يي ټلېفون راغی او غږ يې لږ لږ اورېدل کېده، چې ورڅخه يې وپوښتل، څنګه شو؟ دوی ورته وویل، چې وشو. تلېفون يي چې بند کړ، ملګري يې وپوښتل، څوک وو، دوی بیا د یوه چارواکي نوم ورته واخیست. زه يې اوس د نوم له اخیستو يي بښنه غواړم، خو که د دوی په دوسيه کې مرسته وکړه، نو زه به اړ شم، چې رسنیو ته يي نوم واخلم.''

پولیس هم له دا ډول ډلو سره د چارواکو اړیکې نه ردوي او وايي، تردې مخکې هم دا ډول ډلې نیول شوي دي، خو نه پوهېږي، چې له هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو د هغوی د برخلیک په اړه څه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو مشر جنرال محمدظاهر هم د بشري حقونو پرمدافع ټولنو نیوکه کوي، چې د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي:

''همدا اوس زموږ ستونزه داسې ټولنې دي، چې په ځینو وختونو کې د دا ډول ډلودفاع کوي، دوی له دې نه دي خبر، چې دغه ډلې د خلکو غوږونه او یا هم لاسونه پرې کوي. په دې سره د پولیسو روحیه ټیټيږي، چې دغه چلند بیا د دې لامل کیږي، چې پولیس بیا د دا ډول کسانو په نیولو زړه نه ښه کوي. په هر حال ځېنې وخت دوی د دا ډول ډلو ملاتړ کوي.''

د شتمنو خلکو او یا هم د يو شمير نورو کورنیو د غړو تښتونه له څو کلونو راهیسې په کابل ښار کې روانه ده، چې دې چارې د یوشمېر کورنیو اندېښنې ډېرې کړي دي.

ډېری خلک وايي، که افغان حکومت د دا ډول ډلو پروړاندې جدي مبارزه پیل نه کړي، نو ممکن ډېر پانګوال به خپلې پانګې له هېواده وباسي او په افغانستان کې به بې وزلي او بې کاري لا پسې ډېره شي.

ورته مطالب