عبدالظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړی مرستیال وټاکل شو

عبدالظاهر قدير
Image caption د ائتلاف مشر عبدالظاهر قدير ۱۴۰ رايې وگټلې

د افغانستان د ولسي جرگې د اداري پلاوي څلورو سرو څوکيو لپاره يوازې لومړى مرستيال وټاکل شو او د پاتې دريو نورو لپاره يې يو کانديد هم و نه توانيد چې د غونډې د برخه والو له پنځوس سلنې زياتې رايې واخلي.

دغه ټاکنې د تير هغه سره ځکه په توپير کې وې چې په لومړي ځل د دوو کسانو تر منځ په سياليو کې يو يې بريالى شو او خبره نورو پړاونو ته و نه غځيدله .

د ولسي جرگې د دويم مرستيال ، او دوو منشيانو د ټاکنو بهير به په راتلونکې غونډه کې بيا له سره پيل شي .

د افغانستان ولسي جرگه يو ريس ، دوه مرستيالان او دوه منشيان لري چې ريس يې د ټولې تقنيني دورې او پاتې نور يې يوازې د يوه کال لپاره پر دندو گومارل کيږي .

تير کاال د دغو څوکيو لپاره څو ، څو ځلې رايې وکاريدې ، چې د سپينو رايو د کارولو له امله به ټاکنې ځنډيدلې چې ان خبره يې تر يوې نيمې مياشتې پورې غځيدلې وه ، وروسته له ټاکنو پرته پر اوسني مشر لاس کيښودل شو او پر دغې څوکۍ وگومارل شو .

بله غاړه د اصلاح غوښنونکو د پارلماني ډلې غړى کمال ناصر اصولي چې د ديرشو کسانو په استازيتوب يې د خپلې ټلوالې سره پريکون وکړ وايي چې د دوى د ټلوالې د ځينو ملگرو د درغليو په وجه يې له خپلې پخوانۍ ډلې سره پريکون وکړ .

تر ډيره په ولسي جرگه کې داسې اټکلونه ډير وو چې د دا ځل به د جرگې د لومړي مرستيال پر څوکۍ هغه کس ټاکل کيږي چې د حکومت خواخوږى او پلوى وي ، خو د دغې څوکۍ لپاره تر سره شويو ټاکنو وښوده چې په جرگه کې د حکومت د مخالفې ټلوالې تله درنه وخته .

د دغې څوکۍ لپاره دوه کسه سيالۍ ته ولاړ وو نادر خان کټوازى چې د اصلاح غوښتونکې پارلماني ډلې سره تړاو لري او ډله يې تر ډيره حکومت پلوې ډله ده په جرگه کې د قانون نه د ملاتړ د ټلوالې له مشر عبدالظاهر قدير سره سيالۍ ته ودريد چې په پايله کې د قانونه د ملاتړ د ائتلاف مشر عبدالظاهر قدير ۱۴۰ رايې وگټلې او ښاغلي کټوازي د غونډې د برخه والو له ډلې نه ايله شل سلنه رايې خپلې کړې.

له دغو ټاکنو د پايلو له جوتيدو سره جوخت د اصلاح غوښتونکو له ډلې نه ډيرو يې د خپلې پارلماني ټلوالې سره پريکون په داگه کړ . دغو کسانو داسې انگيرله چې گواکې د دوى د ټلوالې ځينو ملگرو د خپلې سيالې ډلې سره د جوړجاړي په ترڅ کې ټاکنې ددوى د سيالانو په گټه تمامې شوي .

Image caption تير کال چې کله د اداري پلاوي لپاره تاکنې کيدې نو گڼو وکيلانو د سپينو رايو په کارولو سره دغه بهير ټکنى کړى و

په ولسي جرگه کې دوه غښتلې پارلماني دلې دي چې يوه يې تر ډيره حکومت پلوه او بله يې د حکومت په مخالفت کې ولاړه ده ، اصلاح غوښتونکو چې په جرگه کې يې شاو خوا ۱۲۰غړي لرل د ۳۰ هغو په پريکون سره به ياده تلواله د خپلې مخالفې هعې په وړاندې کمزورې شي ، د دغې مخالفې تلوالې شضمير هم تر سلو کسانو زيات دى او ياتې نور شل ديرش وکيلان هغه کسان دي چې په خپلواکه توگه خپل وکالت مخته بيايي.

دا رنگه د دويم مرستيالۍ او د دوو منشيانو څوکيو ته څلورو ولاړ کانديدان په دې و نه توانيدل چې تر پنځوس سلنې زياتې رايې واخلي ، نو د اصولو له مخې په راتلونکې غونډه کې به هماغه سيالان سره يو ځلې بيا سيالۍ ته دريږي .

په جرگه کې ځيني داسې کسان هم دي چې وايي سره له دې چې د دغو څوکيو لپاره ډير وړ کسان وو . خو ويل يې چې په لوى لاس يې نه دي غوښتي دغو څوکيو ته ځانونه و نوموي .

تير کال چې کله د اداري پلاوي لپاره تاکنې کيدې نو گڼو وکيلانو د سپينو رايو په کارولو سره دغه بهير ټکنى کړى و ، او تاکنې شاوخوا يوې نيمې مياشتې وڅنډيدلې ، چې په پايله کې په قامي تړاونو زد ازبيک ټبرو له قامه عبدالروف ابراهيمي له ټاکنو پرته د جرگې د مشر په توگه وټاکل شو چې د شپاړسمې تقنيني دورې لپاره به پر همدغې څوکۍ پاتې وي .

ورته مطالب