ساغکوزی: له مهالوېش یو کال مخکې له افغانستانه خپل پوځيان باسو

فرانسوي پوځيان د انځور حقوق AFP
Image caption فرانسه په افغانستان کې ٣٦٠٠ پوځيان لري او ولسمشر ساغکوزي په ډاگه کړه چې نژدې ټول به يې د بل کال تر پايه راوباسي.

فرانسې په ډاگه کړه چې د ناټو د نورو غړو د مخکني اعلان خلاف، خپل عسکر يو کال د مخه له افغانستان باسي.

ولسمشر نيکلا ساغکوزي دا اعلان په پاريس کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر خبرو وروسته وکړ.

ښاغلي ساغکوزي تېره اوونۍ، د يوه ياغي افغان عسکر په ډزو د خپلو څلور عسکرو تر وژل کېدو وروسته، گواښ کړى و چې خپل ټول عسکر به په منډه باسي.

خو خپله ژبه يې پرون په پاريس کې له افغان مشر سره تر غږېدو وروسته پسته کړه. ولسمشر کرزى د اروپايي هيوادو د پنځه ورځنۍ کتنې په لړ کې فرانسې ته رسېدلى و.

کريستين کريزر له پاريس نه په خپل رپوټ کې وايي:

فرانسوي عسکر تېره اوونۍ، په کاپيسا ولايت کې په خپلو بارکونو کې پراته وو او د افغان عسکرو روزنه يې پرېښي وه.

دوى نن د روزنې چاره له سره پيلوي او فرانسوي چارواکي وايي چې دا کار د ولسمشر حامد کرزي تر دې ضمانتونو وروسته کېږي چې پر امنيتي چارو به له سره کتنه وکړي.

په هغو سپارښتنو کې چې د فرانسې ددفاع وزير کړي وو، يو دا و چې افغان افسران دې د ځايي ځواکونو په روزنه کې ملگرتیا وکړي او د نويو عسکرو روزنه دې د همدوى پر غاړه وي.

د خلکو عمومي نظر

فرانسه په افغانستان کې ٣٦٠٠ پوځيان لري او ولسمشر ساغکوزي په ډاگه کړه چې نژدې ټول به يې د بل کال تر پايه راوباسي:

''بې له شکه چې دا پرېکړه د خلکو عمومي نظر ته په پام سره شوې ده. په يوه وروستۍ نظر سنجونه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، په سلو کې ٨٤ فرانسويانو ددې کال تر پايه د ټولو عسکرو د رايستلو ننگه کړېده.''

فرانسه هر کال په افغانستان کې پر خپلو عسکرو نژدې نيم ميليارد يورو لگوي او په هغه هيواد کې د فرانسې د حکومت له ژمنو دفاع گرانه شوې ده.

د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې د ولسمشر ساغکوزي اصلي سيال- سوسيالست نوماند- فرانسوا هالنډ ژمنه کړې چې که د پسرلي ټاکنې وگټي، نو خپل عسکر به همدا سږکال راباسي.

Image caption د تېرې جمعې په ورځ په فرانسه کې کرزي له نیکلا ساغکوزي سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د بهرينو عسکرو موضوع به د ولسمشر کرزي په هغو خبرو کې هم راپورته کېږي چې نن ناوخته لندن ته څېرمه د برتانيا د صدراعظم ډېوېډ کيمران په کليوال استوگنځي کې ترسره کېدونکې دي.

افغان چارواکي هيله من دي چې له برتانوي چارواکو سره د اوږدمهالو همکاريو تړون له لارې، راتلونکې نژدې همکاري تضمين کړي.

ولسمشر کرزى په همدې موخه بېگا ناوخته لندن ته راورسېد او وياند يې بي بي سي ته وويل چې نن په سيمه ييز وخت، غرمه مهال به د دواړو هيواو د همکارۍ تړون لاسليک شي.

دې ته ورته تړونونه، پرون په فرانسه او تر هغه يوه ورځ دمخه په ايټاليا کې هم لاسليک شوي وو.

ورته مطالب