افغانستان د الوتکو یو قوي رادار نصب کړ

داود علي نجفي
Image caption داود علي نجفي: ''دا عصري او پرمختللی رادار دی، چې د ملي او نړیوالو پروازونو په خونديتوب او د پروازونو په ډېروالي کې مرسته کوي.''

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي، د ۲۰ میلیون یورو په لګښت يي داسې رادار نصب کړی، چې د افغانستان ټوله فضا ترپوښښ لاندې راولي

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هیواد د هوایي چلند د خدمتونو د عصري کولو په تړاو په یو تازه اقدام کې د الوتکو د لارښوونې یا رادار خورا عصري سیستم فعال کړی دی.

د املیت په نوم د الوتکو د لارښوونې یا رادار دغه نوی سیستم چې چارواکي یې د خپل ډول خورا عصري او پرمختللی سیستم بولي، په کابل او مزارشریف کې د دوه جلا، خو سره تړلو مرکزونو له لارې اداره کېږي.

دغه مرکزونه په خپل وار د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې د نوموړي سیستم له سیمه یزو مرکزونو سره تړلي دی، چې د یو بل په مرسته د افغانستان ټوله فضا کنټرولوي او په دې توګه د کورنیو الوتنو په تنظیم سربیره له ټولو هغو الوتکو سره مرسته کوي، چې د افغانستان فضا ته ننوزي.

د رادارو په دغه سیستم ۲۰ ملیونه یورو لګښت راغلی .

چارواکي وایي، دغه پيسې جرمني او اسټرالیا په ګډه پرېکړي او ورسره یې د دغه سیستم د فعالیت لپاره د مسلکي کسانو په روزلو کې هم مرسته کړې.

د افغانستان د هوایي چلند سرپرست وزیر داودعلي نجفي خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال، د الوتکو د لارښوونې دغه نوې اسانتیا د هیواد د هوایي چلند د سکټور د عصري کولو په برخه کې خورا مهمه پرمختیا وبلله:

''د دغې پروژې بریالیتوب په دې کې دی، چې موږ د رادارو په پرمختللي سیستم تجهیز شوي یو، چې د هوايي چلند د سکتور د ودې لپاره یو مثبت ګام دی. دا عصري او پرمختللی رادار دی، چې د ملي او نړیوالو پروازونو په خونديتوب او د پروازونو په ډېروالي کې مرسته کوي او همداراز د افغانستان فضا تر پوښښ لاندې نیسي، چې د کار په پېلېدو سره يې افغانستان ته هره راتلونکې الوتنه کنټرولولی شي.''

Image caption د افغانستان د هوایي چلند د سیستم عصري کول د هیواد د بیا رغاونې د پراخ بهیر یوه برخه ده، چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې هڅې روانې دي.

د افغانستان د هوایي چلند د سیستم عصري کول د هیواد د بیا رغاونې د پراخ بهیر یوه برخه ده، چې له تیرو څو کلونو راهیسې یې هڅې روانې دي.

په دې کې د هوایي کرښو یا ایرلاینونو له اړخه شخصي سکټور هم د پام وړ ونډه لري، خو د هوایي ډګرونو، تر مینلونو او د الوتکو د لارښوونې یا رادار خدمتونه یې د حکومت په غاړه دي.

دغو اسانتیاو ته په ټوله کې د کورنۍ جګړې پر مهال درانده تاوانونه اوښتي و او چې څه پاتې و، هغه د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د طالبانو د نسکورولو لپاره پر افغانستان د امریکا له لورې د هوایي بریدونو په هماغه لومړنیو ګوزارونو کې له مینځه ولاړل.

که څه هم په دغه ویجاړ شوي سیستم کې اوس، پړاو په پړاو نوی پرمختګ لیدل کیږي، خو شک نشته، چې په افغانستان کې په نړیوالو معیارونو د برابر هوایي چلند د اسانتیاو ځای ته راتله، لا هم زیاته خواري او زیات وخت غواړي.

ورته مطالب