'د اوږدمهاله همکاریو سندونه پارلمان ته د تصویب لپاره استول کېږي'

ولسي جرګه
Image caption تر اوسه ددغو سندونو بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي، له ډېرو افغانانو سره دا لېوالتیا ده چې افغانستان له خپلو نړیوالو ملګرو په تېره بیا له اروپايي هغو سره د همکارۍ څه راز سندونه لاسلیک کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له نړیوالو هېوادونو سره د همکارۍ ټول هغه لاسلیکېدونکي سندونه باید لومړی د ملي شورا له خوا تایید شي.

دغه وزارت دا څرګندونې له ځینو اروپايي هېوادونو سره د ولسمشر کرزي د همکاریو د سندونو تر لاسلیکولو وروسته کړې دي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په پنځه ورځني سفر اروپا ته تللی، چې تر اوسه یې له ایټالیا، فرانسې او برتانیا سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي.

ددغو سندونو له مخې، به دغه اروپايي هېوادونه تر ۲۰۱۴ کال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د افغانستان لاسنیوي ته ژمن پاتې کېږي.

د افغانستان حکومت وايي، له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو او نړیوالو ملګرو تر وتلو وروسته ددغو سندونو لاسلیکول د افغانستان لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

تر اوسه ددغو سندونو بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي، له ډېرو افغانانو سره دا لېوالتیا ده چې افغانستان له خپلو نړیوالو ملګرو په تېره بیا له اروپايي هغو سره د همکارۍ څه راز سندونه لاسلیک کړي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي ددې پوښتنو د ځواب په وضاحت کې وویل، چې د افغانستان ملي شورا ته به دغه سندونه د ارزونې لپاره واستول شي.

ښاغلي موسی زي په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل "د همکارۍ او ستراتیژيکې ملګرتیا ټول سندونه به د افغانستان پارلمان ته ځي، او پارلمان به د قانوني صلاحیت له مخې په دې سندونو کې د خپل نظر څرګندولو فرصت مومي او هغه به تصویبوي."

وړاندې افغانستان له امریکا سره د ستراتیژيکو همکاریو د څرنګوالي او مشورو لپاره لویه دودیزه مشوري جرګه راغوښتې وه.

خو په دغه جرګه پخپله د جرګې ګډونوالو ته هم ددغه سند ټول جزییات په ډاګه نه شول.

تر دېره داسې انګیرل کېده، چې د افغانستان او امریکا حکومتونه په افغانستان کې د امریکايي دایمي پوځي اډو د قانوني کېدو لپاره د ولس مشوره معلوموي.

خو د افغانستان حکومت د لویې دودیزې جرګې تر جوړېدا وروسته وویل، چې له یو شمېر لویو اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ سندونه لاسلیکوي.

افغانستان تر دې مهاله یوازې له هند، فرانسې، برتانیا او ایټالیا سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي دي.

افغانستان په پام کې لري چې له ناټو او اروپايي اتحادیې سره هم ورته سندونه لاسلیک کړي.

ورته مطالب