د نورستان یون، د کریاب یادښتونه

نورستان د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د نورستان خواریکښ نارینه او ښځينه وګړي له کور بهر کارونه کوي، چې د ژوند چارې پرې سمبالې کړي.

د کامديش او برګمټال د نوم اورېدل د جګړو او شخړو انځور ذهن ته راولي، دلته د ورغلې لارې په اوږدو کې ډېرې کيسې شته.

د لرغونو اريايانو ټاټوبي ته د ورننوتو په اوله دروازه کې چې د چترال او نورستان سيندونه يو ځاى کېږي، يو کنډک افغان سرحدي پوليس پراته دي.

دوی هره شېبه د بريد تر ګواښ لاندې وي، او ښايي له همدې امله له تلونکو لارو توندې او بې تړاوه پوښتنې کوي:

((ولې نورستان ته ځې، بېټرۍ او تېل....القاعده والو ته يو نه سئ)).

د عراق زرغونه سیمه

له اړتيا نه دډېرو نسوارو وړلو ته هم په شک ګوري، د نورو ډېرو کلکو پوښتنو او قهرېدلو خبرو سره پر دغه لار تلونکي مسافر اوس بلد شوي، خو نا اشنا وو ته داسې برېښې لکه دوی چې يوې خورا تر کلکې څارنې لاندې د عراق شنې سيمې ته ورننوځي.

له همدې ځايه کامديش او برګمټال ته د خوندي سفرپه نيت لاس لپه کول يو څه سړى ډاډمنولى شي.

له يو څه ترهېدلي مزل وروسته د پوليسو هغه ويجاړې پوستې مخې ته راځي چې همدا دوبى ترې وسله والو طالبانو په يو ناتار کې له شلو ډېر ووژل.

اوس دغلته تازه دمه سرتېري ور رسېدلي او په جګه څوکه ورته د څو نور عسکرو ګوته په ماشه پراته دي، خو ويجاړه پوسته به د يوې خونړۍ جګړې داستان تريو بل نسله ددغې سيمې د اوسېدونکو په کوپړو کې خوندي وساتي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په نورستان کې وګړي د ژون په چارو کې تر ډېره د غرونو پر لرګیو تکیه کوي.

له همدغه ځايه د وسله والو طالبانو د راج او برلاسۍ سيمه پيلېږي، هر ځاى له څڼه ورو طالبانو سره مخامخېدل حتمي دي، دوی هم له لارویو او د څېرې له مخې له نا اشنا کسانو د تلو د موخو پوښتنې کوي، خو ژبه يې د منظمو پوليسو سره د پرتلې وړ ده.

له ګوهر ديشه ورپورته د ګل په وروستاړي د لويو او کوچنيو درو يوه لړۍ پيلېږي، نڅيدګل، بديګل، بازګل، پتيګل او ترې وروسته زرخيزه دره ساريت راځي.

نښتر وهونکي

ددې درې د لوي کلي جوړښت له يوې ستنې پيل شوى، کلي ته په سختو تړنګونو کې ورختلې لار نښتر وهونکو جوړه کړې، د کامديش ولسوالۍ ډېرو درو ته ورغلې لارې د ځنګلونو د پرې کولو په بدل کې جوړې شوې.

د پتيګل اږده دره د ازادۍ د څلورمې جبهې د جنګياليو پوخ مورچل وو، او له همدې

ځايه ېې په چترال کې دفرنګيانو پر پخې کلا بريدونه کول.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption نورستانیان وايي چې حکومت یې پوهنې ته هېڅ پام نه دی کړی.

رښتيا هم دلته يو بوږنوونکى ا نځور شته، د سيند په دواړو څنډو ته هسک غرونه لا ولاړدې، خو د ابرو او شکلا څادر ترې وړل شوى پردو خپل په لږ څه غولولي او ټوله شتمني ېې ترې لوټلې، خو د پونګرو او شپنو لپاره اوس هم ښه ده.

د ګورو نښترو وچې سټې د هغو د مظلوميت ښکارندويي کوي، چې هېچا يې پر چيغو زړه سوى نه دى کړى، له برمه د پريوتو په خوا کې اوس يو نيم کوچني بوټي، لکه چې د خپلې هستۍ پر وير اخته وي سر راپورته کړي، خو اوس هم پر طبيعت انسان برلاسى دى او هره شېبه ترې د ښکلا د اخیستو په هڅه کې دى، دا لړۍ به تر هغې روانه وي چې په منګولو کې د تبر د ټيګولو تاب پاتې وي.

په لاره کې د هر مخامخېدونکي له څېرې ښکاري چې د ژوند له ډېرو خوښيو په څنډه ساتل شوي، اوس هم پکې يونيم د خوند لپاره د څاروي ببر پوستکى اغوندي.

ظاهرشاه

په لاره کې د غرڅو دره (کمو) چې کوزپلو يې سيند او برې څنډې ته يې تړنګونه دي، د پخواني ټولواک ظاهر خان دمه ځاى لا نه دی ويجاړ، کموال وايي ظاهر خان به کله کله دغلته د ښکار لپاره ورته او د ودانۍ له کړکۍ به يې غرڅې په نښه کولې.

د ټولواک دا تمځاى د ډزو سره بلد وو، دغلته يوې جوپې امريکايي عسکرو د وسله والو د ځپلو په نيت واړول، ددې ځاى استوګن وايي په خيال کې يې هم نه راتله چې د يوه هوسا وطن سرتېري به د جګړې په نيت د دوی کلي ته راشي.

يوه امريکايي قومندان د خپل هېواد يوې ورځپاڼې ته ويلي وو دده چوڼۍ د دښمن د مړدکو لپاره ميقناطيس وو، ځايي اوسېدونکي وايي داسې ورځ يې نه په يادېده چې پر پوسته به بريد نه کېده.

له دې ښکاري چې پخوانيو واکمنو دا سيمه له پامه نه وه غور ځولې، د کامديش په مرکز ورمور کې د يوې پخوانۍ ليسې ودانۍ شته، خو هغه پخوانۍ مزه يې نه ده پاتي.

د وادنۍ پر ډبرينو دېوالونو د طالبانو د وژلو شوو نومونه کښل شوي، دلته په رسيو مې د ګرانې مور هغه خبره چې څو وارې يې راته کړې وه را په زړه شوه.

د مور مې هغه هيله پوره شوې وه، او هر سهار چې به ښوونځي ته تلم راته ويل به يې ما او پلار چې دې يو ځل ورمور د ښوونځي زده کوونکي وليدل، ډېر په ځير یې خپل ښوونکي ته غوږ نيولی وو، زموږ زړزنه به ډېر راوپسخېدل چې که يو زوی راباندې څښتن لورولى واى د لوست کېدو لپاره به مو دلته پسې کډه راوړې وه.

ولجه

ښايي هغه وخت زموږ په سيمه کې ښونځي نه وو.

په کامدېش کې له امريکايي ځواکونو سره د ډغرو او شخړو څرګندې نښې شته، ړنګ او سوځېدلي پوځي ګاډي او د طالبانو له لوري ولجه شوي وسايل.

له همدې ځايه ورپورته دبرګمټال واورينه شنه او غرنۍ ورشو را پيلېږي، رڼې اوبه مېوه لرونکې ونې او د وګړو خوږ روغبړ په زړه پورې دی.

ددې سيمې په تر ټولو شتمنې درې پپړوک غرونه لکه د کېږدۍ راغوړېدلي خلک يې کانونه کيندي او ارزښتناکه ډبرې يې نوم لري، په پپړوک کې د کروندې ځمکه يې بې ښې لږه ده او ټول خلک يې يوه مسجد ته راځي، ددې ځاى انار په خوږوالي کې له کندهارو هغو سره سيالي کولى شي، خو دومره ډېر نه دي.

په برګمټال کې د پوليسو شته والى د حکومت څرک ورکولى شي، خو د څو ځلې خونړيو نښتو په ترڅ کې د پوليسو ځينې ګاډي د طالبانو ګوتو ته ورغلي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د افغانستان د یو شمېر غرنیو سیمو وګړي د مال ساتنې له لارې د ژوند عواید او اړتیاوې پوره کوي.

دغلته د سرحدي پوليسو سرتېري هره شېبه تر ګوازار لاندې راتلى شي، په مخکنيو جګړو کې ددې ځاى ډېرې ميندې بورې شوي، او کله کله خو د تازه دمو عسکرو او مړدکو نه رسېدل دوی د مرګ کومي ته بيايي.

د ختيځ نورستان دډېرو اوسېدونکو ژوند د څارويو پر ساتلو پايي او د جګړو سره د ډېرې لېوالتيا راز په سختيو کې ددوی په رالوېدو کې پټ دى، دلته د نوي پرمختګ هېڅ نښه نشته، ښوونځي سرکونه کلينيکونه او نورې د ژوند اسانتياوې نشته، ته به وايې افغانستان ته په راغلې پانګه کې ددوې هېڅ ونډه نشته.

په برګمټال کې هغه کور هم شته چې يو وخت يوه نيول شوي پاکستاني وګړي ويلي وو له دغه ځايه يې دوه وارې د القاعدې وژل شوى مشر اسامه بن لادن چترال ته بيولی و، دا د سيمې د يوه مشهور سپين روبي حاجي شريف کور دى.

دیوانه بابا

تر ديوانه بابا پورې چې د بدخشان سره لګېدلې د موټر کڼډو کپر لار له ډېرو ستړو سره مله ده.

د تراجمير د لوړې څوکې په خوا کې د پروت برګمټال له ښکلاوو او زړه راښکونکو منظرو هله ډېر خوند اخیستل کېدى شي چې د ورتلو په لار درنه دا څو ژورناليستکي پوښتنې په سخته او زيږه ژبه ونه شي (چېرته ځې؟، ولې ځې؟ څه کوې؟

ډېره خواشينوونکې دا ده چې ددومره اوږد او ستړي مزل په ترڅ کې به يو ښوونځى هم ونه ګورې، که په درو او کليو کې هم همداسې وي نو ددغه وګړو خپل تر ټولو لومړى حق ترې اخیستل شوى.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د نورستان غرنۍ سیمې تر ډېره پر پخواني پېر او لرغونتوب پاتې دي.

ښايي نورستانيان په لوی لاس د خپل راتلونکي برخليک نه وي تياره کړى، خو جګړې دې ورکې شي ((دا د هغې کوچنۍ نجلۍ))خبره وه چې یې راته پخپله وړه نورستانۍ ژبه وکړه.

له دې ټولو ناخوالو سره سره، د مېرمنو پر ژوند زړه سوى ښه سم پکار دى.

تر ټولو درانه کارونه ورته له پېړيو پېړيو په ميراث ورپاتې دي، ښايي د انساني حقونو فعالانو خپل کار تر ښارونو محدود کړى وي که نه نو ددغه ځاى مېرمنې خو د نورو په څېر د لږ اسوده ژوند حق لري.

د پټي سمبالښت او هغه هم بچى پر غاړه ژرنده او په ستړي ځان د کور درانه کارونه په سر اوبه راوړل او نور ډېر څه د ښځو پر اوږو پروت دروند بار به تر هغو ترې کوز نه شي چې غږ يې وا نه ورېدل شي.

ورته مطالب