د استاد منلي کالم، دا کابل دى: د پېریانو ژبه

ټين
Image caption افغان حکومت افغانانو ته بلنه ورکوي چې ټين وکاروي.که د افغانانو سر په ټين نه خلاصېږي نو دا د هغوی ستونزه ده، د حکومت ستونزه نه ده.

تیاره ماښام دی. دوه تنه پر یوه پراخ، تش تور واټ روان دي. یو یې شکایت کوي چې تیاره خپره شوه خو لا د سړک د غاړې څراغونه نه دي لګېدلي.

ها بل ورته وایي چې څراغونه خو ځکه نه دي لګېدلي چې ځینې سوداګر مالیه نه ورکوي او چې مالیه نه وي حکومت برېښنا هم نه شي تامینولای.

څه فکر کوئ چې دا سوداګریز اعلان به چېرته چلېږي؟

نوی وخت، نوي شرایط، نوې غوښتنې لرې. د نوي افغانستان تبلیغاتي فضا هم نوې ده، باید نوي نوي فکرونه په کې راوټوکېږي. که داسې نه وي د اندېښنې وړ به وي.

سوداګریزې خبرتیاوې، سیاسي پیغامونه او مذهبي تبلیغ د عامه اړیکو هغه چارې دي چې تخليقي اړخ یې تر بل هر هنري ژانر پیاوړی وي.

دلته باید په ډېرو لنډو ټکیو کې، پراخ او ژور مفهوم ليدونکي- اورېدونکي ته ورسول شي او داسې ورته ورسول شي چې د هغه په ذهن کې یو پایېدونکی تصویر را منځ ته کړي.

په افغانستان کې د چاپي، غږیزو او انځوریزو رسنیو چټکه غوړېدا، کېدای شي چې د نړۍ په کچه بې ساري وي.

په سلګونو اخبارونه او مجلې، تر سلو زیاتې راډیوګانې او نژدې څلوېښت تلویزیوني چاینلونه د داسې یو هېواد لپاره چې د اقتصاد ستره برخه یې په سوداګرۍ او نړيوالو مرستو ولاړه ده تر معقول حد هم ډېر دي.

هندي، ترکي، امریکایي، ایراني او نورو سېریالونو او فلمونو په هېواد کې د سینمایي او تلویزیوني فېکشن تشه تر ډېره حده ډکه کړې ده په تېره بیا چې په وروستیو دوو، دریو کلونو کې د دوبلاژ هنر هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

سوداګریزې خبرتیاوې چې اصولاً د رسنیو د تمویل لومړۍ سرچینه ده (که څه هم په افغانستان کې زیاتره رسنۍ نورې، «شکمنې» مالي سرچینې هم لري) هم د بدلون په حال کې دي.

دغه هنري تولید، د ګرافیکو هنرونو او کمپیوټري پروګرامونو په برکت له یوې پراخې تخلیقي ورشو برخمن دی او وارداتي فکري محصولاتو ته هم په سپک نظر نه ګوري، په پراخ مټ د نړۍ په هر ګوټ کې پنځول شوي «فیچرونه» را خپلوي.

بده یې لا دا چې افغاني اعلانات خپل دغه عمل ته غلا هم نه وایي.

حکومتي خبرتیاوې چې د هېواد د رسنیو د اعلاناتو د پام وړ برخه جوړوي، له تخنیکي پلوه د تجارتي اعلانونو لپاره کارول شوي تخنیکونه له یوې مخې خپل ګڼي خو د پیغام جوړولو په برخه کې د بهرنیو سلاکارانو د ګوتو خاپ پوره جوت دی.

د برېښنا د کمښت د توجیه لپاره د مالیې په ورکړه کې د سوداګرو ناغېړي کېدای شي ښه طرح وي، خو په افغانستان کې چې خلک په سړک پسې ړندېږي د سړکونو روښانول، او بیا د هغې لپاره د مالیې ورکړه داسې څه دي چې ګومان نه کوم چې د هېواد د وګړو دې ورته پام شوی وي یا دې څوک مالیې ورکولو ته وهڅوي.

Image caption ټين د انگريزي توريو مخفف دى چې په پښتو هيڅ مانا نه لري

یو بل دولتي اعلان چې په ميلیونو افغانۍ به پرې لګېدلې وي، هېوادوال د «ټين» کارولو ته رابولي.

د افغانستان د مالي سیستم د عصري کولو د بهیر غوښتنه دا ده چې هر مالیه ورکوونکی د یوې ځانګړې شمېرې په برکت وپېژندل شي.

دلته ورته « نمبر تشخیصیه » ویل کېده، خو تشخیصیه نمبر لکه چې کافي جذابیت نه درلود، یو ښکلی، شرنګ لرونکی نوم باید ورته پیدا شوی وای.

«تشخیصیه نمبر» (چې پښتو ژباړه یې «د تشخیصیې نمبر!» دی) په حکومتي انګرېزي کې «ټیکس پېیر آیډنټفېکېشن نمبر» (Taxpayer Identification number) بلل کېږي او مخفف یې TIN دی.

اوس نو افغان حکومت افغانانو ته بلنه ورکوي چې ټين وکاروي.

که د افغانانو سر په ټين نه خلاصېږي نو دا د هغوی ستونزه ده، د حکومت ستونزه نه ده.

افغان حکومت ځان له ولس څخه یوازې د لوړو، سېمټي انسدادي دېوالونو په مرسته نه بېلوي، د فکر او ژبې دېوالونه هم جوړوي.

که د یو وزارت د مشرتابه په مجلس کې ټول افغانان وي خو یو بهرنی سلاکار هم ورسره ناست وي نو مجلس به په انګرېزي وي، بلا پسې چې ډېری رییسان به سمه انګرېزي نه شي ویلای.

حکومتي اسناد لومړی په انګرېزي لیکل کېږي او بیا دري (کله، کله – ډېر لږ - پښتو) ته ژباړل کېږي خو ژباړونکي بیا د ایراني ډکشنریو پر مټ ټکي په ټکي ژباړه کوي.

حکومتي مامورینو او عامو وګړو ته په اداره کې مروجه د پېریانو ژبه نا اشنا ده، پرې نه پوهېږي خو بهرني سلاکاران له خپلو مشورو راضي دي او همدا د حکومت چارواکیو ته د بریالیتوب تر ټولو غوره شاخص دی.

شاید د لېږد د بهیر د بریالیتوب یو شرط دا هم وي چې افغانانو ته د افغانانو په ژبه، د افغانانو خبرې وشي.

ورته مطالب