کابل او تهران د خپلو سوداګرو ستونزې هواروي

د افغانستان او ایران بیرغ
Image caption دا مهال افغان سوداګر له ایران سره د ترانزیتي، تجارتي ویزو د اخیستو او او ځينو داسې نورو ستونزو له اړخه سر ټکوي.

کابل او تهران په خپلو کې د سوداګریزې راکړې او د سوداګرو په وړاندې د پرتو ستونزوهواري تازه ژمنې وکړې.

افغانستان په وچه کې ایسار یو هیواد دی چې تر ډېره خپل اړتیا وړ توکي له پاکستان او ایران نه واردوي.

افغانستان او ایران د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د همکارۍ یو نوی یادښت لاسلیک کړ، پر دې سربېره د دواړو هېوادونو د پانګونو ملاتړو ادارو هم د ګډې همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

د دغه یادښت او تړون له مخې به کابل او تهران د ترانزیت، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې له یو بل سره ګډه همکاري او مرسته کوي.

دا مهال افغان سوداګر له ایران سره د ترانزیتي، تجارتي ویزو د اخیستو او او ځينو داسې نورو ستونزو له اړخه سرټکوي، خو د افغانستان د ماليې مرستیال وزیر مصطفی مستور د شته ستونزو د هواري هیله څرګنده کړه:

''زموږ مذاکرات پر اوو موضوعګانو کمرکي اوسرحدي، سوداګرۍ او پانګونې، ترانزیت،نورم او ستنډرډ، قونسلیزو چارو او ویزو،بانکي او بیمي په برخو کې پر ګډې همکارۍ ور ټول و.

موږ د دغې دویمې ناستې له لاس ته راونو ډېر خوشحاله یو هیله مند یو چې د دغې کمېټې دریمه ناسته چې په تهران کې کېږي، له موږ سره د اهدافو په ترلاسه کولو لا نوره مرسته وکړي.''

دغه موضوعګانې د افغانستان او ایران ترمنځ په هغې ګډې اقتصادي کمېټې کې څېړل شوي چې، دا یې په کابل کې دویمه غونډه وه.

د دغه سواګریزیادښت او تړون د لاسلیک کولو په موخه له ایران نه د سوداګرۍ د لوړې کچې یوپلاوی کابل ته راغلی و.

د ایران د اقتصاد مرستیال وزیر بهروز علي شیري د دواړو خواوو ترمنځ د لا ډېرو سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه:

''د دواړو هېوادونو د ګډې اقتصادي کمېټې دویمه غونډه دا زیری ورکوي چې انشاءالله دغه هېوادونه به د اقتصادي همکارۍ ښه او روښانه لر لید او لیدلوری ولري.

سوداګر او پانګوال باید په دې پوه شي چې په کابل کې زموږ داوسنۍ غونډې، په تهران کې د تیرکال او راتلونکې غونډې موخې یوازې او یوازې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.''

د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د هواري په موخه به ځېنې نورې وړې کمېټې جوړیږي چې د کابل-تهران ترمنځ د ګډي اقتصادي کمېټې پریکړې عملي کړي.

سمندري لار

افغانستان چې سمندر ته لار نه لري تر ډېره له بهره په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه خپل د اړتیا وړ توکي رالیږدوي.

ایران وايي له افغانستان سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په وروستیو لسېزو کې نژدې یو نیم میلیارده ډالرو ته ختلې ده.

ایران په افغان سیاست، اقتصاد او داسې نورو برخو کې مهم لوبغاړی بلل کیږي، افغان حکومت وايي تهران په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له کابل سره د څه باندې اته نیم سوه میلونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

په دوی کې یې د چارواکو په وینا، څه باندې درې نیم سوه میلیون یې ورکړل شوي او پاتې نور به یې د پور په ډول افغانستان ته ورکړل شي.

ورته مطالب