په هرات کې شراب څښونکي ۸۰ درې ووهل شول

هرات
Image caption پر تورنو د هرات په عام محضر کې ددرو وهلو حکم نافذ شو.

په هغو دریو تنو ځوانانو چې په هرات کې د شرابو د څښلو په تور نیول شوي وو، د ۸۰ درو د وهلو شرعي حد عملي شو.

دغه حکم د هرات د استیناف محکمې لخوا په عام محضر کې ترسره شوی.

د هرات قضایي چارواکي وایي له وروسته به هم د مسکراتو پر ضد د نوي تصویب شوي قانون له مخې، په ورته پېښو کې همداسې چلند کېږي.

په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې یوشمېر کسان د شرابو د څښلو په تور تر نیول کېدا وروسته په دې ډول محکوم او د ۸۰ درو د وهلو شرعي حد پرې عملي کېږي.

تر دې وړاندې به هغه کسان چې د شرابو په څښلو یې اعتراف کاوه په حبس محکومېدل، خو په هرات کې قضایي چارواکي وایي اوس په ورته پېښو کې د مسکراتو پر ضد د مبارزې نوی قانون د ۴۴ مادې پر بنسټ به شرعي حد اجرا کېږي.

د هرات د استیناف محکمې مشر قضاوتپوه فضل وهاب فضلي وایي:

''پخوا دغه قانون تصویب شوی نه وو خو اوس تصویت شوی او د سترې محکمې هدایت هم په دې اړه موږ ته رارسېدلی د دی نه وروسته به همدا قانون نافذ وي.''

په عام محضر کې د شرعي حدودو اجرا کېدل هغه څه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به ترسره کېدل خو په افغانستان کې د اوسني حکومت د کار له پيل نه تراوسه ورته چلند په نادره توګه ترسره کېږي.

تر دی وړاندې په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم یوشمېر کسان چې د شرابو د څښلو په تور نیول شوي وو د ۸۰ درو په وهلو محکوم شول او دا حکم پر دوی عملي شو.

داسې فکر کیږي چې په دې ورستیو دوو کلونو کې د افغانستان حکومت د پخوا بر تله اوس د ورته پېښو پر وړاندې جدي او تند غبرګون ښیي.

ورته مطالب