کرزی په سعودي کې 'له طالبانو سره د خبرو' هوډ لري

حامد کرزی
Image caption حامد کرزی په لومړي سر کې په قطر کې د طالبانو او امریکا پر مذاکراتو ناخوښ ښکارېده.

بي بي سي موندلې چې د افغانستان حکومت په راتلونکو څو اوونیو کې په سعودي عربستان کې له طالبانو سره خبرې پیلوي.

وړاندې طالبانو وویل چې د قطر په ګډون یې له ځینو اړوندو لورو سره پر مذاکراتو لومړنۍ خبرې پيل کړې دي.

اوس د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي، ان که د قطر دفتر جوړ هم شي، دوی به د سعودي عربستان او ترکیې په ګډون د سیمې د هېوادونو په همکارۍ د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

دغه چارواکي دا هم ویلي، چې سعودي عربستان وړاندې هم د افغانستان په مسایلو کې مهم رول لرلی، او تمه کېږي چې اوس هم په افغانستان کې اغېزناکه رول ولوبوي.

د افغانستان حکومت وړاندې ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې کوربه هېواد به په ډاګه کړي او تر ټولو غوره ورته سعودي عربستان یا ترکیه ده.

افغان حکومت طالبانو ته تر ټولو غوره دا بللې وه، چې پخپل هېواد کې یو سیاسي دفتر ولري.

خو طالبانو د سولې او مذاکراتو په تړاو د افغان حکومت هېڅ نوم نه وو یاد کړی، بلکې نېغ په نېغه یې له امریکا سره د خبرو په تړاو اعلامیې خپرې کړې دي.

په دې وروستیو میاشتو کې په ډاګه شوه چې د افغانستان حکومت او نړیوال ملګري یې له طالبانو سره د سولې لپاره ډېر لېواله دي او یوه نوي پړاو ته ننوتي دي.

په سعودي عربستان کې له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې ددې ښکارندويي کوي چې طالبانو هم مذاکراتو ته غاړه اېښې ده.

څو اوونۍ وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند استازو په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل، چې بیا کرزي دغه کتنه ګټوره وبلله.

خو تر دې مهاله نه افغان حکومت او نه هم کوم امریکايي چاراکي په رسمي توګه له طالبانو سره مخامخ خبرې تایید کړې دي.

ورته مطالب