کندوز: خسرګنۍ خپله نږور د درو لوڼو زیږولو له کبله ووژله

ولي حضرت
Image caption د ۲۲ کلنې ستورې خواښې (ولي حضرت) چې دا مهال د پولیسو په توقیف کې ده، پرې د لګول شوو تورونو په اړه هېڅ نه دي ویلي.

د افغانستان په کندوز ولایت کې یوه ښځه له دې کبله د خسرګنۍ له خوا وژل شوې، چې ولې یې درییم اولاد هم لور وزیږوله.

د کندوز چارواکي وايي، دا پېښه د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، ددغې دوه ویشت کلنې ښځې خواښې د پولیسو له خوا نیول شوې، خو میړه یې د خپلې ښځې د وژلو د تور له کبله تښتېدلی دی.

د خان اباد ولسوالۍ امنیه قومندان حبیب الله وايي د پلټنو له مخې د "ستورې" په نامه دغه ښځه لومړی شکنجه شوې او بیا زندۍ شوې ده.

راپورونه وايي چې د ستورې د دریېمې لور زیږولو د هغې خسرګنۍ په غصه کړې ده؛ ځکه چې خسرګنۍ یې غوښتل چې نږور یې زوی وزیږوي.

راپورونه وايي چې د 'ستورې' خواښې 'ولي حضرت' د ستورې پښې تړلې او بیا یې میړه وهلې او زندۍ کړې ده.

د ستورې د خپلوانو په حواله ویل شوي، چې د درېیمې لور تر زیږېدو وروسته له هغې سره خسرګنۍ ناوړه چلند کاوه.

په افغانستان کې د نارینه اولاد راوړل یو ډول نېک پالي ګڼل کېږي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د ښځو پروړاندې کورنۍ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د بشري حقونو سازمانونه د افغان ښځو پروړاندې د تاوتریخوالو پر ډېرېدا اندېښمن دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د یوې کورنۍ غړي له دې کبله ونیول شول، چې خپله نږور یې څو میاشتې کوټه قلفي کړې او شکنجه کړې ده.

ورته مطالب