نظرپوښتنه: د افغان پولیسو له چلند خوښي ډېره شوې

پولیس
Image caption له خلکو په چلند کې د پولیس مسلکيتوب او زده کړه هم رول لري.

په افغانستان کې یوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې ددغه هېواد د پولیسو له کړنو څخه د عامو افغانانو رضایت ډېر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ددې نظر پوښتنې هرکلی کړی دی.

دغه نظر پوښتنه د ملګرو ملتونو د پراختیايي سازمان (UNDP) او د افغانستان د یوه څېړنیز مرکز (ACSOR) له لوري ترسره شوې ده.

د نظر پوښتنې سمبالوونکي وايي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تر اوو زرو ډېرو کسانو سره غږېدلي، او له هغوی یې د پولیسو چال چلند پوښتلی دی.

په وړم ۲۰۱۰ کال کې هم دې ته ورته یوه نظر پوښتنه وشوه، چې د پوښتل شوو له ډلې ٪۷۰ په ښارونو او ٪۹۱ په کلیوالو سیمو کې وه.

دغو شمېرو ته په کتو سره، د تازه نظر پوښتنې له مخې، په تېر ۲۰۱۱ کال کې له خلکو سره د پولیسو په چلند کې په عمومي ډول یو اتیا سلنه ښه والی راغلی.

په دې نظر پوښتنه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان د شمالي ولایتونو پرتله د هېواد په سوېل لوېديځو او مرکزي ولایتونو کې د پولیسو چلند ډېر ښه شوی دی.

د پولیسو اصلاح

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په کابل کې خبریالانو ته وویل، د پولیسو د اصلاح پروګرام یې پیل کړی، چې ددې پروګرام یوه برخه له پولیسو د عامو خلکو ملاتړ هم دی:

''د بې پرې او خپلواکو ټولنو پر مټ د دغو پلټنو او نظرپوښتنو ارزښت ډير زيات دى، دا به موږ ته قوت راکړي چې د پوليسو د هڅو په تړاو به له خلکو واورو او د هغوى د ليدلورو پر بنسټ به خپلو راتلونکو ننگونو او نيمگړتياو ته پام واړو ، لکه څنگه چې په نظر پوښتنه کې راغلي زموږ هڅې د نړيوالې تولنې په تيره بيا د امريکې او نورو مرسته کونکو هيوادونو پر مټ بې اغيزې نه دي پاتې شوي.''

Image caption بسم الله محمدي د پولیسو په لیکو کې د فساد او نا مسلکيتوب لویه ستونزه وبلله.

خو ښاغلى محمدي وايي چې لا هم د پوليسو په ليکو کې ستونزې شته او له دې کبله له سختو ننگونو سره هم مخامخ دي:

''لا هم زموږ په وړاندې ننگونې شته امنيتي ستونزې د فساد شتون او ځينې نورې نيمگړتياوې لرو چې دا ټولې په دغې نظر پوښتنه کې راغلي، خو هغه څه چې موږ لار نورو هڅو ته هم هڅوي هغه د خلکو نظرونه دي او زموږ په ټولو لاسته راوړنو کې د خلکو ونډه نه هېرېدونکې ده.''

پر همدې مهال، ښاغلي محمدي د پولیسو په لیکو کې د فساد او نا مسلکيتوب ستونزو ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې دا د پولیسو پر چلند هم ناوړه اغېز کوي.

دا مهال افغانستان شاوخوا یو سل او څلوېښت زره پولیس لري، چې د چارواکو په وینا د پولیسو لیکو ته د لانورو کسانو د جذبولو هڅې کوي.

ورته مطالب