امریکا: له طالبانو سره 'پټه معامله' درواغ ګنګوسې دي

جیمز کنینګهام
Image caption جیمز کنینګهام هغه اوازې هم په کلکه رد کړې چې وایي په قطر کې ګواکې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستو کار بشپړ شوی دی:

امریکا وایي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په سعودي عربستان کې د سولې د خبرو لپاره له پیل شوو هڅو هېڅ معلومات نه لري.

په کابل کې د متحده ایالتونو مرستیال سفیر جیمز کننګهام خبریالانو ته په څرګندونو کې ټولې هغه اوازې هم بې اساسه وبللې چې وایي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وار له مخه پرانستل شوی او یا دا چې له طالب استازو سره د سولې مقدماتي خبرې هم پيل شوي دي.

ښاغلي کننګهام د ځینو رسنیو هغه رپوټونه هم رد کړل چې وایي یو شمیر طالب بندیان ګواکې له ګوانتانامو پرېښودل شوي او اوس په قطر کې دي.

همدغه خبره له تېرو دوو ورځو راهیسې په افغان رسنیو کې د خبرونو او شننو د سر موضوع شوې.

ښاغلي کنینګهام په همدې اړه د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې وویل امریکا له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د سعودي عربستان د ونډې هرکلی کوي خو دوی هیڅ داسې څرګند معلومات نه لري چې په ریاض کې دې هم د سولې د خبرو هڅې پیل شوي وي:

''زه هېڅ داسې کوم څرګند معلومات نه لرم چې سعودي عربستان ګواکې د سولې د خبرو کوربه توب ته رامخې شوی. البته ولسمشر ویلي چې دی د سولې په خبرو کې د سعودي مرستې ته لېواله دی.

او کله چې سفیر ګروسمن پر همدې موضوع د سلا مشورو لپاره سیمې ته سفر لاره سعودي چارواکو ورته له خپل لورې د ملاتړ او همکارې ډاډ ورکړې و. خو یو ځل بیا وایم چې زه په سعودي کې د سولې د خبرو د کېدو په اړه هیڅ معلومات نه لرم.''

په دغه خبري کنفرانس کې هغه انګیرنې هم مخې ته شوې چې وایي کېدی شي طالبان په دوه ډلو وېشل شوي وي او دا چې په دې کې د ملا محمد عمر پلویان په قطر او د هغه مخالفان ګواکې په سعودي عربستان کې د سولې د خبرو پلویان دي، او یا دا چې پاکستان ګواکې د ملا محمد عمر له مخالفانو د قطر د بهیر د بې اعتباره کولو لپاره ګټه اخلي.

دا وړ انګیرنو ته د مرستیال سفیر کنینګهام ځواب دا و چې دوی د خبرو او تماسونو د بېلابېلو چینلو له پرانیستل کېدو سره مخالفت نه لري:

کاشکي طالبان دوه ډوله وای

''اول خو به ښه دا وايي چې کاشکې طالبان یوازې دوه ډلې وای او دواړه ډلې سولې ته لېواله وای. په هر حال مهمه دا ده چې موږ له ټولو هغو کسانو سره خبرو او تماسونو لارې ومومو چې سولې ته لېواله وي.''

ښاغلي کنینګهام هغه اوازې هم په کلکه رد کړې چې وایي په قطر کې ګواکې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستو کار بشپړ شوی دی:

''په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستو خبره لا نه ده بشپړه شوې. په دې اړه ډېر کارونه په مخ کې دي. تر هر څه لومړی باید د افغانستان او قطر حکومتونه په دې اړه پریکړه وکړي. طالبانو ته هم پکار ده چې د دا راز یو دفتر له پرانیستل کېدو وړاندې په څرګنده توګه نړیواله ترهګرې وغندي او سولې ته ژمنتیا وښیي.''

دا راز ښاغلي کنینګهام د رسنیو ټول هغه رپوټونه هم بې اساسه وبلل چې په ترڅ کې یې وار له مخه د امریکا او طلبانو تر مینځه په دوه اړخیزه توګه د سولې د خبرو د پيلیدو ادعا کیږي. او یا دا چې امریکا ګواکې له وړاندې یو شمېر طالب بندیان له ګوانتانامو خوشي کړي دي:

''موږ لا تر اوسه د بندیانو د تبادلې او پرېښودو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده کړې. دا یوه ډېره پېچلې موضوع ده او ډېر دقت غواړي.''

په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر په دغه خبري کنفرانس کې د افغانستان د وېشلو او طالبانو ته د ځينو ولایتونو د سپارلو اوازې هم په کلکه رد کړې او په ټوله کې یې د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه د افغانانو د خپل اختیار خبره وبلله:

''ټولې هغه اوازې چې وایي امریکا ګواکې د افغانستان د وېشلو، یا د حکومت د بڼې د بدلولو او یا د افغانستان د خلکو او حکومت د ګټو په بیه له طالبانو سره د کومې پټې معاملې تکل لري، بې اساسه خبرې یا په ساده ټکي درواغ دي.''

په ټوله کې له طالبانو سره د سولې په اړه د ښاغلي کنینګهام یوازینۍ تایید شوې خبره همدا وه دوی د طالبانو پر سرچینو سربیره د سیمې په کچه د تماسونو پراخه لړۍ پيل کړې او د دې هدف یې په عمل کې پخپله د افغانانو تر مینځه د سولې د بهیر پيلیدو ته د لارې اوارول وښودل.

ورته مطالب