حنا کهر: د افغانستان په سوله کې هر اړخیزه همکاري کوو

رکرزی او حنا رباني کهر
Image caption کابل ته د حنا کهر دا سفر د برهان الدین رباني له وژل کېدا مخکې تنظیم شوی و، خو د هغه تر وژل کېدو وروسته د ولسمشرانو دغه غونډه وځنډېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو او ځینو نورو مسایلو پر سر د خبرو لپاره کابل ته رسېدلې ده.

د ارګ سرچینې وايي، کرزي له حنا کهر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سولې او د ترهګرۍ پروړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

آغلې کهر په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې افغانستان ته په ښه نیت راغلې ده، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي پیاوړي شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له حامد کرزي وغوښتل چې د افغانستان، پاکستان او د ایران د ولسمشرانو په ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې دغه درې اړخیزه غونډه به په روانه فبرورۍ کې پاکستان کې جوړه شي.

حنا کهر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې به هر اړخیزه همکاري وکړي.

ریښتینې هڅې

ولسمشر کرزي هم له پاکستانه وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې ریښتینې هڅې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې دا اوازې رد کړې چې ګني پاکستان او افغانستان دواړه د امریکا په دغو سوله ییزو هڅو کې له پامه غورځول شوي دي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهر خان وايي، که څه هم د آغلې کهر د سفر او خبرو د اجنډا په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د لومړي وزیر دفتر یوازې دا خبر خپور کړی، چې حنا رباني کهر کابل ته ځي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان ولسمشر د سولې د مرکچي برهان الدین رباني له وژل کېدا وروسته د سولي هڅې په ټپه ودرېدې، چې له دې کبله پاکستان د سولې د خبرو لپاره بیا مټې رانغښتې دي.

پاکستان وايي چې ښايي په قطر کې د طالبانو د جوړېدونکي دفتر پر سر هم حنا کهر له افغان مشرانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان په وینا، په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزی په روانه فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

په دې سفر کې به د ولسمشر کرزي په ګډون د ایران او پاکستان ولسمشران هم ګډون وکړي.

دا سفر د رباني له وژل کېدا مخکې تنظیم شوی و، خو د هغه تر وژل کېدو وروسته د ولسمشرانو دغه غونډه وځنډېده.

حنا رباني کهر په دې یوه ورځني سفر کې د افغانستان د باندینیو چارو له وزیر زلمي رسول سره هم لیده کاته لري.

karzai_and_hina_khar

ورته مطالب