ایران د اسپانوي ژبې ۲۴ ساعته تلوېزیون پیلوي

Image caption پر "هسپان ټي وي" سربېره، ايران د انگرېزي ژبې "پرېس ټي وي" چينل هم لري او د العالم په نامه د عربي ژبې يوه ټلوېزيون ته پيسې ورکوي.

ايران په رسمي ډول د اسپانوي ژبې ټلوېزيون پيل کړ چې ٢٤ ساعته به خپرونې کوي. ايراني رسنۍ وايي "هېسپان ټي وي" به خبرونه، مستند فلمونه او ايراني فلمونه خپروي.

په بي بي سي کې د امريکا د چارو يوه خبرياله وينېسا بوشلوټر په دې اړه رپوټ لري:

د سه شنبې په ورځ ددې نړيوال ټلوېزيون د خپرونو پيل، په لاتيني امريکا کې کيڼ لاسو حکومتو ته د ځان د نژدې کولو لپاره د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژادې يوه نوې هڅه ده.

دا خپرونې څلورو هيوادو- کيوبا، ايکوادور، نيکاراگوا او ونيزويلا ته د هغه تر ورتگ څو ورځې وروسته پيلېږي.

ولسمشر احمد نژاد د "هسپان ټي وي" د پرانستنې په غونډه کې وويل چې دا به هغوى ته يو گوزار وي چې ده "برلاسي غوښتونکي" وبلل- چې دا په نرۍ پرده کې نغښتې اشاره ده امريکا ته چې ايران يې د لاتينې امريکا په چارو کې په لاسوهنه تورنوي.

امريکا چې له اروپايي ټولنې سره په گډه يې د اټومي پروگرام پر سر پر ايران کلک بنديزونه لگولې دي، د لاتيني امريکا هيوادونو ته گواښنه کړې چې له ايران سره نژدې اړيکي ونه ساتي.

نوى ټلوېزيون به هڅه وکړي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې ميليونو اسپانوي ژبو ته ځان ورسوي او هغه څه ورته وړاندې کړي چې د ټلوېزيون مشران يې "د ايران، منځني ختيځ او لاتينې امريکا کلتوري واقعيتونه" بولي.

پر "هسپان ټي وي" سربېره، ايران د انگرېزي ژبې "پرېس ټي وي" چينل هم لري او د العالم په نامه د عربي ژبې يوه ټلوېزيون ته پيسې ورکوي.

ورته مطالب