جان الن: امریکا او برتانیا باید افغانستان کې مرګ ژوبله وزغمي

جان الن د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جنرال الن د ناټو يو پټ راسپړل شوي راپور ارزښت هم کم وباله، چې بي بي سي ته هم رسېدلی و.

په افغانستان کې د ناټو تر ټولو جګپوړي قوماندان ټينګار کړی چې د امريکا او برتانيا ځواکونه به په راتلونکو څو کلونو کې بيا هم جګړه کوي او مرګ ژوبله به زغمي.

جنرال جان الن له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل نړيوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه جګړه یيز عمليات روان ساتي، سره له دې چې د ناټو ځينې غړي هېوادونه غواړي افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې دندې سپارلو چارې ګړندۍ کړي.

جنرال الن دغه څرګندونې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډې په پای کې له بي بي سي په خبرو کې کولې. له همدغه ځايه د بي بي سي خبريال جانتن بيل په خپل راپور کې وايي:

د ناټو د دفاع وزيانو له غوندې مخکې امريکا او فرانسې دې خبرې ته اشاره کړې وه چې د افغاستان امنيتي ځواکونه کولی شي د ۲۰۱۳ کال په پای کې د ټولو جګړه ييزو عملياتو مشري پر غاړه واخلي.

د امريکا د دفاع وزير ليون پانېټا ويلي وو، ګنې هيله لري چې د راتلونکي کال په پای کې د ټولو امريکايي ځواکونو رول له جګړې نه د پر روزنيزو او مرستندويه چارو واوړي.

خو ناټو ټينګار کړی چې د امنيت کنټرولونې سپارلو مهالوېش نه بدل شوی او نه هم ګړندی شوی دی. دا يو داسې پيغام دی چې په افغانستان کې د ناټو تړون تر ټولو جګ پوړي قوماندان د امريکا سمندري ځواکونو جنرال جان الن له خوا هم تکرار شو.

جنرال الن بي بي سي ته وويل که څه هم د امنيت سپارنې چارې په ښه ډول روانې دي، خو بريتانوي او امريکايي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه د جګړې ماموريت روان ساتي:

" حقيقت به دا وي چې افغان امنيتي ځواکونه د افغانستان ولس لپاره مخکښ رول لري، د آيساف رول به په دغه وخت د سلاکارۍ، مرستندويۍ توان ورکونې وي. خو بيا به هم جګړه وي، بيا به هم داسې وختونه وي چې آيساف ځواکونه به په کې اړ وي چې د ۲۰۱۴ کال ترپايه دا چې ماموريت بشپړ کړي، د افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ جنګېږي. او موږ تل پر دې باور لرو."

د ولسمشرۍ ټاکنې

امريکا او فرانسه دواړه سږ کال د ولسمشرۍ ټاکنې لري، نو دا سياسي فشار ورسره په زياتېدو دی چې رايه ورکوونکو ته بايد په کې دا اشاره واستول شي، چې په افغانستان کې جګړه خپل پای ته نژدې کېدونکې ده.

Image caption تېر ۲۰۱۱ کال هم د مرګ ژوبلې له اړخه بهرنیو ځواکونو ته یو خونړی کال و.

خو جنرال الن دا خبره سپينه کړه چې د پوځي قوماندنانو پام پر خپل ماموريت راغونډ دی.

جنرال الن د ناټو يو پټ راسپړل شوي راپور ارزښت هم کم وباله، چې بي بي سي ته هم رسېدلی و.

په دغه راپور کې چې د طالبانو نيول شويو جنګياليو له وينا په کې ويل شوي ګنې د نړيوالو ځواکونو په وتلو سره دوی بيا پر دغه هېواد ولکه ټينګولی شي.

خو جنرال الن وويل دغه سند د هغه څه يوه ټولګه وه، چې د طالبانو تبليغات وبلل او دا چې کوم سټراټيژيک ارزښت نه لري.

ورته مطالب