دفاع وزارت: په يوازې سر هم امنيت ساتلی شو

Image caption دفاع وزارت وايي اوس ۸۰ سلنه عمليات په يوازې سر افغان پوځيان کوي.

افغان حکومت وايي په دې شرط د راتلونکي زیږدیزکال په اوږدو کې په افغانستان کې د ټولو جګړه یزو عملیاتو مسوولیت اخيستی شي، چې نړیواله ټولنه افغان ځواکونو ته د سمبالښت له پلوه پر خپلو ژمنو ودريږي.

افغان حکومت دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي، چې د امریکا د دفاع وزیر ليیون پنیتا وويل امریکا او ملګري یې غواړي د ۲۰۱۳ میلادي کال په پای او یا هم په منځ کې جګړیز رول پای ته ورسوي او خپل ډیر پام د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته واړوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي سره له دې، چې اوس هم ملي پوځ په پرمختللو درنو وسلو سمبال نه دی، خو بیا هم په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۰ سلنه جګړیز عملیات په یواځې سر تر سره کوي.

د دغه وزارت یوه ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، که نړیواله ټولنه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په افغانستان کې خپل جګړیز رول بدل کړي، نو د ده په باور افغان ملي ځواکونه د دې وړتیا لري، چې د هغوی ځای ډک کړي.

خو ښاغلي وزیري وايي نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو د سمبالښت له پلوه خپلې ژمنې تر دغې مودې بشپړې کړي.

دوی دا څرګندونې له هغه وروسته کوي، چې د امریکا د دفاع وزیر ليیون پنیتا وويل امريکا په افغانستان کې خپل جګړیز رول د افغان پوځیانو په روزنه او ملاتړ بدلوي.

پر همدې مهال دافغانستان د کورنیو چارو وزرات هم وايي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو ته باید زمینه برابره شي او وايي دا چاره هغه وخت کیدای شي، چې افغان ځواکونه په پرمختللو وسایلو سمبال شي.

خو د د غه وازرت ویاند صدیق صدیقي وايي په جګړیزو علمیاتو کې د بهرنیو ځواکونو ونډه باید ورو ورو راکمه شي.

د پوځي چارو یو شمیر شنونکي هم په دې باور دي، چې افغان ځواکونه په هغه صورت کې ټولو پوځي عملیاتو ته اوږه ورکولای شي، چې افغان ملي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال شي.

ورته مطالب