د استاد منلي کالم، دا کابل دى: ګرمتیا

Image caption له بده مرغه که نوې تکنالوژي په سمه توګه و نه کارول شي، ناوړه پایلې لري.

د عارف غږ نیولی و. ژوولې، ژوولې خبرې يې کولې.

په غرب کې مې ډېرې شپې اړولي دي. هلته څوک زېری نه ورکوي.

داسې به نه وي چې ګوندې هلته څوک ښه خبر ته اهمیت نه ورکوي. زما ګومان دا دی چې موږ، ختیځ وال، تل غم ته سترګې په لار یو نو کله چې ښه خبر اورو وېرېږو چې سترګې یې و نه وهي، زړه مو نه غواړي چې له خدایه یې وانګېرو، په پيسو یې اخلو.

دا زما ګومان دی، که څوک یې راسره نه مني، زور پرې نه راوړم. په هر صورت داسې بې وخته د عارف تلېفون او په تلېپانه کې د هغه ژړغوني غږ مې په زړه کې سل اندېښنې راوپارولې. خدای خبر بیا به څه ټکه لوېدلې وی؟ څوک به مړ وي؟ څه به شوي وي؟

عارف د پوهنتون د کانکور ازموینې ته تللی و. د نوې تکنالوژۍ پر جانبي عوارضو مې ډېر فکر کړی دی، یوه نیمه لیکنه به مې هم پرې کړې وي، خو عارف ته ورپېښه شوې ستونزه مې په خوا او خاطر کې هم نه وه ګرزېدلې. په ازموینو کې درغلي څه نوې خبره نه ده خو اوس د نوې تکنالوژۍ پر مټ درغلي هم نوې شوې ده.

خاورې ایرې

د ازموینو د پوښتنپاڼو له وېشل کېدو سره سم د پوښتنپاڼې یوې یا څو نسخو د ازرموینې له خونې بهر ته لار کړې وه. هلته یو استاد پوښتنې حل کولې، نتیجه به یې د الف، بې، جیم او دال په لنډیز د تلېفوني پیغام له لارې، خپلو هغو شاګردانو ته چې مخکې له مخکې به یې څه خاورې، ایرې ورته په لاس کې اچولې وې، وراستوله.

عارف هم خپل بریالیتوب په بیه اخیستی و. له بده مرغه که نوې تکنالوژي په سمه توګه و نه کارول شي، ناوړه پایلې لري.

عارف د لاسي تلېفون په کارولو پوهېده، تلېفوني پیغامونه یې هم ډېر استولي او هم ډېر اخیستي وو. خو تر ننه یې دې ته نه و پام شوی چې د تلېفون پر ښيښه، وروستی را رسېدلی پیغام لومړی «ډېسپلای» کېږي.

استاد د کانکور پوښتنو ته ښه په ایماندارۍ سم ځوابونه ورکړي وو خو عارف وروستی پیغام لومړی اخیستی و او خپله پاڼه یې ناسمه توره کړې وه.

اوس یې چې ماته زنګ وهلی و، له یو خواخوږي سره د خواله له پاره یې نه و وهلی، له ما سره یې خپل خپګان نه شریکاوه، له ما یې مرسته غوښته چې که کوم څوک وپېژنم چې ناسمه ځواب پاڼه یې سمه راوباسي!

نه پوهېدم چې د عارف پر دې ډول کړنو وخاندم که وژاړم. لا مې پرېکړه نه وه کړې چې په تلویزیوني خبرونو کې مې د یوې زړه بوږنوونکې پېښې کیسه واورېده. یو سړي خپله مېرمن په دې جرم وژلې وه چې دریم واریې بیا لور زېږولې وه.

د ښځې خاوند، او خسرګنۍ پر دې نه وه چې یوه بې ګونا مېرمن یې وژلې، په دې غم کې وه چې څرنګه د دغه جنایت پړه هم پر ځوانیمرګې مور ورواچوي. د هغې پر مړه جسد یې ایشېدلې اوبه اچولې وې چې د مړینې لامل یې د خاوند وحشت نه، د کورني ژوند یوه عادي پېښه وښایي.

څوک به راته ووایي چې دا دوه پېښې سره څه تړاو لري چې ته یې په یوځای یادوې؟ د دویمې پېښې وحشت، انساني کرامت ته سپکاوی، زړه دردوونکې واقعه څنګه د عارف له درغلۍ سره تړل کېدای شي؟

له بده مرغه دا دواړه پېښې، که څه هم د پرتلې وړ نه دي، له یوه ټولنیز ناورین سره تړلې دي:

په دې هېواد کې درغلي، تقلب، غلا، رشوت، چور، تالان، وژل، عام وژنه هر هغه د نه کولو کار چې څوک یې تصور کولای شي، په خپل ذات کې بد نه ګڼل کېږي.

عارف غواړي چې په درغلۍ کې له ناکامېدو سره سره په کانکور کې بریالی شي او د ځوانیمرګې مور قاتلین هڅه کوي چې د خپل جنایت په بدل کې د ټولنې له خواخوږۍ هم برخمن شي.

خیر دی، خوا مه بدوئ. یو څوک به پیدا شي چې د دغه ډول فکر کولو پړه هم پر هندي سېریالونو واچوي.

ورته مطالب