کندوز کې یخې هوا څلور پوونده او زرګونه څاروي مړه کړل

واوره
Image caption افغانان سږنۍ واوره د تېرو هغو پرتله ډېره او یخني زیاته بولي.

د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې د چهاردرسې ولسوالۍ چارواکي وايي چې له ښویېدلو واورو لاندې یې د څلورو کسانو مړي موندلي دي.

چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د سړې هوا او ډېرو واورو له کبله زرګونه څاروي مړه شوي دي.

د چهاردرې ولسوال وايي چې څلور کسان په چهاردرې ولسوالۍ تر واورو لاندې شوي.

سرچینه وايي چې مړه شوي کسان پوونده (شپانۀ) دي.

دوی وايي چې دغو کسانو خپل څاروي یوې غرنۍ سیمې ته وړي وو، چې د واورو د ورېدو له کبله یې څاروي هم مړه شوي او دوی هم.

ولسوال وايي چې له دې سیمې تر چهاردرې ولسوالۍ پورې غځېدلې لار د واورې له کبله بنده شوې ده.

د کندوز د ځینو ولسوالیو لارې هم له مرکز سره تړل شوې دي.

چارواکي وايي، د بندو کسانو لپاره سیمې ته پولیس استول شوي، خلکو ته یې مرستې رسولې او ننه هڅه کوي چې کابو ۲۰۰ کسان د لارې په خلاصون او د واورې په پاکولو بوخت کړي.

سږ کال په افغانستان کې د تېرو کالو په پرتله ډېره واوره وشوه چې یخني هم ورسره ډېره شوې ده.

څو ورځې وړاندې هم په کابل د کډوالو په یوه کمپ کې یوه ماشوم د ډېرې یخنۍ له کبله ساه ورکړه.

ورته مطالب