ناټو: تر ۲۰۱۴ کاله جګړه ییز عملیات کوو

ناټو سرتېري
Image caption د ۲۰۱۴ کال ترپایه افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وځي.

ناټو وايي، په دې کې هیڅ شک نشته، چې دغه سازمان به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پای پورې له افغان ځواکونو سره جګړه ییزو عملیاتو کې برخه اخلي.

ناټو دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تیره اونۍ دامریکا دفاع وزیر ویلي و، تمه لري، د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د ټولو جګړه ییزو عملیاتو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپاري. خو د ناټو چارواکي وايي، د لیزبون له پریکړو سم به افغانستان کې خپلې کړې ژمنې پلې کوې.

په افغانستان کې دناټو ملکي استازی سایمن ګیس، وايي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان په ستراتیژۍ کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

ښاغلی ګیس، چې تازه په بروکسل کې د ناټو د غړو هیواد د دفاع وزیرانو له غونډې راستون شوی و، په کابل کې خبریالانو ته وویل، د ناټو ټول غړي هیوادونه د لیزبون په غوڼده کې د افغانستان په اړه شوو ژمنو ته ژمن دي: ''ناټو په بشپړ ډول هغې ستراتیژۍ ته ژمنه ده، چې د لیزبون په غونډه کې پرې پریکړه شوې ده. د ناټو په پالیسې کې هیڅ ډول تغیر نه دی راغلی.

په دې مانا، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه، چې ټول امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته لیږدول کیږي، ناټو ځواکونه به داړتیا په صورت په هر ډول جګړه ییز عملیاتو کې له افغانانو ځواکونه سره اوږ په اوږه په جګړه کې براخه اخلي.''

د امریکا د دفاع وزیرهغو څرګندونو یو شمیر انديښنې راپورته کړي وې چې ویلي وو ، تمه لري، د راتلونکي میلادي کال په منځ کې به افغان ځوکونو ته د ټولو جګړه ییزو عملیاتو مسوولیت وسپاري او نړیوال ځواکونه به خپل ټول پام دافغان ځواکونو په روزنې او هغوی ته پر مشورو ورټول کړي.

خو ښاغلي سایمن ګیس وايي، د ۲۰۱۳ کال له نیمایې وروسته، چې کله د ټول افغانستان امنیتي مسوولیتونو افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، بیا به هم ناټو ځواکونه له افغان هغو سره د اړتیا په صورت کې په جګړیزو عملیاتو کې برخه اخلي:

''په دې اړه، چې د ۲۰۱۳ کال په منځ کې به څه رامنځ ته کیږي، بیلا بیلې انګیرنې شته دي، اجازه راکړﺉ، چې دا مساله روښانه کړم. د ۲۰۱۳ کال په نیمایي کې موږ د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد وروستي پړاو ته ور دننه کېږو او دا هغه وخت دی، چې افغانان د ټول هیواد مسوولیت ته اوږه ورکوي. له همدې وخته نیولې بیا د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به، ایساف افغان ځواکونو ته زوزنه ورکوي او جګړه یزو عملیاتو کې به برخه اخلي''.

ښاغلي ګیس وايي، افغان ځواکونه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال او د ده په وینا د ده ارزونه په ډاګه کوي، چې ۲۱۰۴ کال ترپای به افغان ملي ځواکونه د دې وړتیا ولري، چې د ټول هیواد امنیتي چارې په غاړه واخلي.

ورته مطالب