پاکستان: د افغانستان په ثبات کې زموږ رول 'ډېر محدود' دی

یوسف رضا ګیلاني
Image caption ګیلاني په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ممکنه خبرو پرسر غږېږي.

پاکستان په لومړي ځل منلې چې امریکا له طالبانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان رول د مداخلې کوونکي نه، بلکې د اسانوونکي دی.

ددغه وزارت ویاند عبدالباسط بي بي سي ته وویل، د پاکستان او امریکا ترمنځ اوس دپلوماتیک اړیکي ښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې واشنګټن د دپلماتیکو اړیکو په لړ کې پاکستان ته معلومات ورکړي دي.

پاکستان وايي چې لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني قطر ته پر درې ورځني سفر روان دی چې هلته له قطري چارواکو سره د طالبانو ددفتر د جوړېدو پر سر وغږېږي.

ښاغلی ګیلاني به د طالبانو او امریکا ترمنځ د ممکنه خبرو پرسر هم وغږېږي.

لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د سیاسي روغې ملاتړ وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویاند وویل، پاکستان هیله مند دی چې له امریکا سره یې د اړیکو په ښه کېدو سره به امریکا له طالبانو سره د خبرو په اړه نور معلومات ورکړي.

د تېر کال د نومبرې په وروستۍ کې پر پاکستاني پوستو د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو په وژل کېدا د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکي ډېر خراب شول.

تېره میاشت پاکستان وویل چې سیمې د اوباما د ځانګړي استازي مارک ګروسمن سفر په دې حساسو شېبو کې کومه ګټه نه لري.

ښاغلي ګراسمن له نوي ډیلي د اسلام اباد پرځای کابل او بیا قطر ته ولاړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په ثبات او پخلاینه کې د پاکستان رول ډېر محدود دی.

عبدالباسط وايي، چې د افغانستان د ثبات په اړه پرېکړه باید افغان ولس او افغان مشران وکړي.

Image caption عبدالباسط وايي د افغانستان د برخلیک په اړه پرېکړه باید افغانان وکړي.

نوموړی وايي، پاکستان ټينګ هوډ کړی، چې د افغانستان په چارو کې به هېڅ مداخله نه کوي.

هغه وویل، د افغانستان په اړه هېڅ تګلاره تر هغه پورې بریالۍ کېدی نه شي، چې افغان ولس او افغان مشران یې ونه مني.

قطر ته د لومړي وزیر د سفر په اړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې د قطر مشران به ارومرو لومړي وزیر ته د طالبانو ددفتر په اړه معلومات ورکړي.

د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم په له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو چې په بهرني هېواد کې د افغانستان په تړاو د سولې خبرې هېڅ ګټه نه لري.

ورته مطالب