افغانستان: د پاسپورتونو وېش پیل شو

پاسپورت
Image caption د پاسپورټونو نشتوالي گڼ افغانان قهرولي وو.

شاوخوا څلور مياشتې وروسته په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د پاسپورټونو ورکول بيا پيل شول.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي وسمهال د نژدې يو نيم ميلیونو پاسپورټونو له ټولگې څخه پنځوس زره يې افغانستان ته رارسېدلي، او پاتې نور به يې هم په راروانو مياشتو کې راورسېږي.

د پاسپورټونو نشتوالي گڼ افغانان قهرولي وو.

د افغانستان د پاسپورټ رياست بي بي سي ته ويلي دي چې د پاسپورټونو د ختمېدو لامل دا و چې ايران يو اړخيزه پرېکړه وکړه يو ميلیون افغان کډوال يې راولېږل چې د ويزو په تمه پاسپورټونه واخلي، خو وايي افغان لورى له دې پرېکړې نه و خبر شوى.

د افغانستان پاسپورټ رياست وايي چې د نويو پاسپورټونو د جوړولو بشپړ لگښت يې يوې برتانيايي کمپنۍ ته استولې دې چې دادى ددغو نويو پاسپورټونو لومړۍ جوپه افغانستان ته راورسېده او په پلازمېنه کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې يې ورکړه پيل شوه،وايي چې د پاسپورټونو د ويش د انډول په موخه يې د هر ولايت برخه جوته کړې او جلا کړې ده.

شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې په افغانستان کې د پاسپورټونو ويش په ټپه دريدلې و، د افغانستان د پاسپورټ رياست مشر جنرال ايوب بي بي سي ته وويل چې د نژدې يو نيم ميلیونو پاسپورټونو له ټولگې پنځوس زره يې رارسېدلې او نور هم په نژدې راتلونکې کې رارسېدونکي دي.

''له څوارلس لکو پاسپورتونو څخه پنځوس زره راغلي، چې په روانه فبروري کې به تقریباً یو سل او پنځوس زره پاسپورتونه راورسېږي، په مارچ کې به درې سوه زره پاسپورتونه راشي. دا ستونزه تقریباً تر ډېره بریده حل شوې او نور پاسپورتونه چې راورسېږي، ستونزه به حل شي.''

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د پاسپورت رییس وايي چې اوس افغانستان ته نژدې پنځوس زره پاسپورتونه راغلي.

افغان چارواکي وايي چې پاسپورټونه ورسره خلاص شوي وو او يوازې د بيړنيو سفرونو او ناروغانو لپاره يې يو شمېر پاسپورټونه په واک کې لرل.

د پاسپورټونو نشتوالي په ولسي کچه پراخه غبرگونونه پارولي وو،چې حکومت يې دې برخې ته په نه پام توروه،خو د پاسپورټ ادارې مشر وايي چې خبره بل څه وه.

نوموړي وويل پرته له دې چې ايران د افغانستان ستونزې په پام کې ونيسي په يو اړخيز ډول يې يو ميلون افغان کډوالو ته پاڼې ورکړې او ورته يې وويل چې لاړشئ په افغانستان کې پاسپورټونه واخلئ چې موږ ويزې درکړو .

چارواکي وايي چې له همدې کبله په ولايتونو او پلازمينه کې پاسپورټونه ختم شول،وايي که ايران دا چاره له افغانستان سره د پوهاوي په پايله کې تر سره کړې واى نو افغان حکومت او ولس به له دغه لوى سرخوږي سره نه مخامخ کېدل.

ورته مطالب