افغانستان د ښوونځیو له تاریخ معاصره برخه وباسي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زده کوونکي د انځور حقوق Getty
Image caption د ښوونځيو د تاريخ په نويو کتابونو کې به د تيرو درو لسيزو جزييات نه ياديږي.

د پوهنې وزارت د تاريخ په نويو کتابونو کې د شوروي د یرغل، مجاهدينو، طالبانو او د امريکا د پوځونو د حضور نېتې شته خو جزيياتو ته يې اشاره نه ده شوې.

چارواکي وايي په دې نصاب کې هڅه شوې چې په افغانستان کې ملي هویت ته وده ورکړل شي.

خو يو شمير تاريخ پوهان دغه کار د تاريخ سره زياتى بولي او وايي چې افغان چارواکو دا د هغو زور واکو تر فشارونو لاندې کړى چې دا وخت هم د دوى سره په واک کې شامل دي.

دغه رپوټ چې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خپور کړى په کې راغلي چې دغه کتابونه چې د امريکا د حکومت په مالي مرسته خپاره شوي په هغو کې پر افغانستان د سرو لښکرو یرغل، د مجاهدينو راتگ ، د طالبانو واکمنۍ او د امريکا د پوځونو حضور ته هیڅ راز اشاره نه ده شوې.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي هوډ لري چې د دغه هېواد تاريخ له داسې ځایه پیل کړي چې د افغانانو ملي يووالى ورسره زيانمن نه شي.

سیاسي او پوځي اغېزې

د دغو چارواکو په خبره هغوى په وروستیو څو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره داسې تعليمي نصاب جوړ کړی چې له سياسي او پوځي اغېزو نگه پاتې شوى.

د وزارت وياند امان الله ايمان وايي دغه پريکړه په وزارت کې د نصاب جوړونکو کارپوهانو له خوا څو کاله وړاندې شوې، چې په خبره يې د دغه کار يواځينى دليل په زده کونکو کې د يو بل ترمنځ د کرکې پارېدو مخنيوى او د ملي يووالى ټينگښت ښودل شوى.

خو د تاريخ پوهانو له نظره کله چې د شاوخوا څلورو لسيزو پېښې په تاريخ کې له پامه غورځي دا پخپله د تاريخ په پاڼو د سترگو پټولو په مانا دي.

افغان څېړونکى حبيب الله رفيع وايي چې تاريخ په ټپه نه شي درېدلاى او په افغانستان کې چې څه پېښ شوي په کار دي چې ځوان کول ترينه پوره، پوره خبرتيا ولري.

که څه هم د پوهنې وزارت وايي چې د تيرو شاوخوا څلورو لسيزو پيښو ته په دغو کتابونو کې ځغلنده کتنه شوې، خو وايي د جگړې د هغو څيرو او لوبغاړو په اړه زيات څه نه دي ويل شوي چې د دوى په باور ښايي د ځوان کول ترمنځ کرکه او بدبيني راوپاروي.

Image caption افغان څېړونکى حبيب الله رفيع وايي چې تاريخ په ټپه نه شي درېدلاى او په افغانستان کې چې څه پېښ شوي په کار دي چې ځوان کول ترينه پوره، پوره خبرتيا ولري.

دوى دا هم وايي چې د ملگرو ملتونو د علمي او کلتوري بنسټ يونیسکو له تگلارو سره سم هغه څه چې په اوس مهال کې تر سره شوي او تر نيمې پيړۍ کم وخت پرې لگېدلى وي د تاريخ په پاڼو کې نه شي ځايېدلى.

خو د ځينو نورو کارپوهانو له نظره که څه هم چې تاريخ په ټپه نه دريږي خو تاريخ پنځه لسيزې وروسته هغه مهال ليکل کيږي چې د ژوندانه او سياست هغه انگيزې تتې شي، چې له کبله يې تاريخي پيښې رامنځ ته شوي دي.

د دغو تاريخ پوهانو په گومان د پنځو لسيزو په ترڅ کې د تاريخ په نامۀ چې څه ليکل کېږي دا تاريخ نه بلکې د تاريخ لپاره اومۀ توکي دي، دغه کارپوهان د پوهنې وزارت پرېکړه تايیدوي او وايي چې تر کومه بې پرې زمانه نه وي راغلي اوسني قضاوتونه بايد د ماشومانو په ذهن کې ځاى نه کړل شي.

ورته مطالب