ستاسې غږ

ستاسې غږ: سوله، د پاکستان رغنده رول څه ډول ممکن دى؟

د وسله والو طالبانو ، امریکا او افغانستان ترمنځ د خبرو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسيده. پاکستاني چارواکي وايي هيله دا ده چې ميرمن کهر په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د گډ بهير په بيا غوړولو خبرې وکړي. اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوى پوهېږي چې د افغانستان امنیت په خپله د پاکستان د امنیت په مانا دی.

په دې پروګرام کې په همدې موضوع خبرې وشوې چې د افغانستان د سولې په بهير کې پاکستان څه ډول رغنده رول لوبولى شي او کابل د ځان لپاره په څه ډول د پاکستان ونډه مثبته ثابتولى شي؟

په دې اړه د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه اوریدونکو او کتوونکو خپل نظر او پوښتنې د پروګرام میلمه جاويد لودين سره شریکې کړې.

ډاريکټکوونکى او ايډيټ

اسمعيل مياخيل

مدير او وړاندې کوونکى

ايمل پسرلى

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .