واورې او سړې هوا تر ۵۰ ډېر افغانان وژلي

محمد دايم کاکړ د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption محمد دايم کاکړ وايي ځينې مرستندويه ادارې خپل کارونه په خپل وخت نه ترسره کوي

هغو واورو چې کروندګرو يې له تېرو څو کلونو راپديخوا تر نورو زيات د اورېدو هيله کوله کوله د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې يې د لسګونو کسانو ژوند اخيستی.

دغه اداره وايي په ټوليز ډول د افغانستان ۱۴ ولايتونه له دې اړخه خورا زيانمن شوي، چې شمالي ولايت بدخشان يې په سر کې دی.

سږنيو سختو واورو يو شمېر ولايتونو او ولسواليو ته ورغلې لارې تړلې او دې بيا درملو او خوراکي توکو ته د خلکو لاسرسی لنډ کړی.

واورو او سختو توپانونو تېرکال هم لسګونه کسان مړه کړل، چې تر ټولو لويه پيښه يې د سالنګ په لويه لاره د شاوخوا ۲۰۰ سپرليو مړينه وه.

سږنيو واورو لسګونه کسان د مرګ تر کومي او لسګونه نور په روغتونونو کې بستري کړې دي.

وخت ناوخت د افغانستان لويې لارې او هوايي ترانسپورت هم د يو څه وخت لپاره د واورو له کبله د ترافيکو پرمخ تړلي وي.

د افغانستان په ډېری غرنيو سيمو کې لارې واورو پوښلي او د ولسواليو او بانډو اړيکې يې له مرکزونو او د مرکزونو اړيکې يې له پلازمېنې سره پرې کړې دي.

د افغانستان د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستيال محمد دايم کاکړ وايي واورو او چپچلو سړو په ګډه په درست افغانستان کې له ۵۰ زيات کسان مړه کړي چې ۳۵ يې يوازې په بدخشان کې دي.

د تلفاتو د زياتېدو ويره لا هم پر خپل ځای ده، ځکه د هوا پېژندنې ادارو د راتلونکو ورځو لپاره هم د سړې هوا او واورو اټکل کړی دی.

د لارو بندېدو د غرنيو ولايتونو اوسېدونکي بيا تر ګردو ډېر کړاوونو سره لاس او ګرېوان کړي، دغلته روغتونونو او کلنيکونو ته د ورتلو چاره خورا سخته شوې ده.

تېر کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره څه باندې پنځه نیم سوه میلیونه ډالره وغوښتل چې افغان چارواکي وايي لويه برخه يې مرستندويانو ورکړې دي.

محمد دايم کاکړ وايي ځينې مرستندويه ادارې خپل کارونه په خپل وخت نه ترسره کوي او همدا د دې لامل ګرځي چې ځينو غرنيو ولايتونو ته مرستې په خپل وخت نه رسېږي.

د انځور حقوق
Image caption سږنیو واورو ګڼ خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.

پر دغې ادارې لويه نيوکه دا ده چې وار له مخه د طبعي پېښو پر وړاندې چمتووالی نه لري، خو دوی وايي دا د دوی پر ادارې نه، بلکې پر مرستندویانو اړه لري چې څومره ژر خپلې کړې ژمنې پوره کوي.

د دې کال په جنورۍ کې بيا ملګرو ملتونو او افغان حکومت پر نړيوالو مرستندويه ادارو له اړمنو افغانانو سره د څه د پاسه ۴۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې غږ وکړ.

ورته مطالب