قطر ته د ګیلاني سفر، ایا پاکستان د افغان سولې ملا تړي؟

ګیلاني د انځور حقوق
Image caption پاکستان مني چې څارګرې ډلې یې له افغان اورپکو سره اړیکي لري او وايي چې دا ډول اړیکي د یوې جاسوسې ادارې لپاره غیر معمول کار نه دی.

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني ددغه هېواد تر ټولو جګپوړی چارواکی دی، چې له وسله والو طالبانو سره د اسلام اباد د رول د ټينګښت په موخه د قطر پلازمېنې دوحې ته په درې ورځني سفر تللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه سفر اصلي هدف ددغه خلیجي په تېلو بډایه هېواد د مرستو جلبول د سوداګریزو همکاریو او پاکستاني کارګرو ګمارل ښودلي دي.

خو پاکستاني چارواکو دا هم ویلي چې د صدر اعظم د خبرو په لړ کې به د افغانستان د ملي پخلاینې او له طالبانو سره د خبرو پر سر هم له قطري چارواکو سره وغږېږي.

پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې په تړاو، له وروستیو خبرو او د افغانستان د نامنیو د پایته رسولو د خبرو په تړاو بې خبره نه دی پاتې شوی.

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د قطر له خبرو لیرې پاتې ښکاري، له قطر څخه یې خپل سفیر خالد زکریا کابل ته وروغوښت، پاکستان د خپلې څارګرې ادارې مشر جنرال شجاع پاشا د همدې خبرو په پیل کې له خپلو امریکايي او قطري ملګرو سره د خبرو لپاره دوحې ته ولېږه.

پر دې سربېره، د پاکستان لپاره هغه اسلام پالې ډلې چې معمولاً له دیني مدرستو سرچینه اخلي، د یوه ستراتیژيک ملګري په توګه کار کوي.

په واک کې ددا ډول خلکو پاتې کېدل هم د هند د نفوذ د مخنیوي ښکارندوی دي.

پاکستان مني چې څارګرې ډلې یې له افغان اورپکو سره اړیکي لري او وايي چې دا ډول اړیکي د یوې جاسوسې ادارې لپاره غیر معمول کار نه دی.

له دې اړخه، د امریکايي رسنیو د راپورونو پربنسټ، پاکستان قطر ته د څلورو-اتو طالب استازو د سفر مخالفت وکړ.

په داسې حال کې چې دوه کاله وړاندې، په همدې فبرورۍ میاشت کې د پاکستان استخباراتو د طالبانو دویم نمبر جګپوړی مشر ملاعبدالغني برادر په کراچۍ کې ونیو، بیا افغان چارواکو دا په ډاګه کړه چې ښاغلي برادر د پاکستان له اجازې پرته د افغانستان له حکومت سره اړیکي نیولي وو.

اوس که وپتېیو، چې د پاکستان استخباراتي سازمان له طالب دپلماتانو سره همکاري کړې، چې له امریکایانو سره د خبرو مېز ته کښیني، ایا دا په دې معنا نه ده چې اسلام اباد د افغانستان له سولې ملاتړ کوي؟

په اسلام اباد کې یو شمېر دپلماتان چې افشا کېده یې نه غوښتل، وايي چې د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان تازه دریځ د امریکا له خوا د فشارونو له کبله دی.

امریکا په افغانستان کې له لس کلنې جګړې وروسته اوس په دې هڅه کې ده چې افغانستان کې له اورپکو سره جوړجاړی وکړي او روان بحران ته معقوله لاره ومومي.

دغه دپلماتان د پاکستان دریځ ته د شک په سترګه ګوري، او وايي چې پاکستان یوازې د ملا محمد عمر ډله طالبان له امریکا سره خبرو ته چمتو کړې ده.

د ملا عمر پرځای

که چېرې دغه ډله د پاکستان د ګټو پرخلاف شي، نو د مولوي معتصم په مشرۍ به یوه بله ډله د اسلام اباد په استازیتوب جګړې ته دوام ورکړي.

د پاکستان حکومت په رسمي توګه ویلي، چې د افغانستان د ملي پخلاینې د هغه پروګرام ملاتړ کوي، چې د افغانانو په لاس کې وي، او اسلام اباد د سولې په خبرو کې یوازې محدود رول لري.

پاکستان دا هم ویلي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي، بلکې د ملاتړي رول لوبوي.

د قطر د خبرو د پایلو وړاندوېینه نه شي کېدی، خو پاکستان ښايي په یوه تیږه دوه مرغۍ وولي، داسې چې د سولې په خبرو کې هم ځان مطر کړي او له قطر سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته کړي.

قطر ته د ګیلاني له سفره پاکستان غواړي چې له دوحې سره د پنځه سوه میلیون فوټ مکعب طبيعي مایع غاز د واردولو موافقه لاسلیک کړي.

ورته مطالب