د بګرام بندیانو لېږد یوه میاشت نور وځنډول شو

بګرام زندان د انځور حقوق AP
Image caption بګرام زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ، او د خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن یې کسان پکې ساتلي دي.

امریکا د ولسمشر کرزي د هغه پریکړې هرکلی کړی، چې افغان حکومت ته د بګرام زندان د لېږد لپاره ټاکل شوې موده یې وغځوله.

ښاغلي کرزي افغانانو ته د باګرام زندان د بشپړ لېږد لپاره یومیاشت وخت ورکړی، خو دغه موده کې یوازې ۲۳۰ تنه افغان زندان د څرخي پله زندان ته تر اوسه لېږدول شوي دي.

خو په کابل د امریکا سفارت چارواکي وايي، د دغه زندان دلیږد لپاره به له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي. ن

په کابل د امریکا سفارت د ولسمشر کرزي د هغې پریکړې هر کلی وکړ، چې له مخې به یې افغان حکومت ته د باګرام زندان د بشپړ لیږده لپاره، ټاکل شوې موده یوه میاشت نور وغځول شوه.

افغان حکومت شاوخوا دوه کاله مخکې له بهرنيو ځواکونو سره هوکړې ته رسيدلى و چې بگرام زندان به افغان لوري ته سپاري.

ولسمشر کرزي پر امریکا تور پور کړی و، چې د دغه زندان د لیږده لپاره یې له افغان حکومت او هغه کمیسیون سره، مرسته نه ده کړي، چې د باګرام زندان دلیږد چارې مخ ته وړي.

ښاغلي کرزي افغانانو ته د باګرام زندان دبشپړ لیږد لپاره یومیاشت وخت ټاکلی و ، خو په دغه موده کې، چې اوس پای ته رسیدلې، یواځې ۲۳۰ تنه افغان زندانیان دڅرخي پله زندان ته تر اوسه لیږدول شوي دي.

په کابل کې دامریکا سفارت یوه ویاند مارک تورنبرګ بي بي سي ته وویل، امریکا د ښاغلي کرزي د پریکړې هرکلی کوي او د باګرام زندان دلیږد په اړه له افغان حکومت سره په یو ګډ پلان کار کوي:

''موږ د ولسمشر کرزي د دې پریکړې هر کلی کوو، چې د دغه زاندان دلیږد لپاره یې ټاکل شوې موده غځولې ده. موږ له افغان حکومت سره په ګډه پر یوه داسې پلان کار کوو، چې له مخې به یې افغان حکومت ته د زندانونو مسوولیت وسپارل شي. موږ د نړیوالو قوانینو پربنسټ او د زندانونو د لیږد له ژمنې سره سم خپل کار ته دوام ورکوو.''

د کرزي پرېکړه

په کابل کې دامریکا د سفارت چارواکو په دې اړه له خبرو ډډه کوله، چې یومیاشت وروسته، به د ولسمشر کرزي له پرېکړې سره سم د باګرام زندان افغان لوري ته ورسپارل شي، که نه خو ټینګار یې داو ، چې په دې اړه به له افغان حکومت سره له نژدې کار کوي.

په بګرام زندان کې اوسمهال زرکونه بنديان د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د تړاو په تور د بند شپې ورځې تېروې.

په دغه زندان کې شاوخوا درې زره افغان بندیان، چې ډېری یې طالبان دي ، د امریکا له خوا ساتل کېږي.

دا زندان په ٢٠٠١ کال کې امريکايانو جوړ کړ، او د خپلو مخالفانو سره د تړاو په تور تورن یې کسان پکې ساتلي دي.

ورته مطالب