فارسي- پښتو نوی قاموس چاپ شو

نوی فارسي-  پښتو قاموس د انځور حقوق
Image caption د لومړي ځل لپاره دا ډول (د فارسي نه پښتو ته) دوه ژبیز قاموس په ۱۳۱۸ کال د ښاغلي لعل محمد کاکړ او استاد عبدالحی حبیبي په هڅه په افغانستان کې چاپ شوی وو.

دا قاموس تیمور شاه یوسفزي په هرات کی لیکلی او په پېښور کې تازه د دانش خپرندویه ټولنې لخوا په چاپ شوی دی.

له فارسي پښتو ته دا نوی دوه ژبیز قاموس څه د پاسه ۳۴ زره لغتونه لري.

په فارسي کې د ټولو دخیلو عربي، ترکي، او فرانسوي لغتونو مانا هم پکې په پښتو لیکل شوې ده.

ښاغلی یوسفزی وایي موخه یې دا وه چې په سیمه کې د پوهنتون د محصلینو او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې لپاره یوه نوې سرچینه پرانیزي، خو دا قاموس اصلاً په ایران کې د چاپ شویو فارسي قاموسونو په معیار لیکل شوی.

د بېلګې په توګه، په فارسي او پښتو کې د ټولو دخیلو انګلیسي لغتونو پر ځای د هغو فرانسوي معادل لیکل شوي. د جاپان پر ځای ژاپن، د جنرال پر ځای ژنرال، د جنوري پرځای ژانویه او داسې نور.

ښاغلی یوسفزی وایي هڅه دا وه چې دا نوی قاموس د ټولو هغو فارسي ژبو د استفادې وړ وګرځي چې غواړي پښتو زده کړي:

''فارسي ما په عام ډول په پام کې نیولې ده. یوازې د افغانستان فارسی [دري] ژبې مې په پام کې نه دي نیولې. د دې قاموس نه یو تاجک او یو ایرانی هم کار اخیستلی شي.

کوم کتابونه چې د اقتصاد، حقوقو، کمپیوټر ساینس او ... په برخو کې نن د محصلینو د استفادې وړ دي هغه ډیری په ایران کې چاپ شوي؛ نو ما ټول هغه لغتونه په دې قاموس کې داخل کړي چې له دغو معیارونو سره مطابقت لري.

خو کوښښ دا شوی چې دواړه ډوله کلمې ځای په ځای شي که ژاپن مې لیکلی نو هڅه مې کړې چې جاپان هم پکې راشي.''

د لومړي ځل لپاره دا ډول (د فارسي نه پښتو ته) دوه ژبیز قاموس په ۱۳۱۸ کال د ښاغلي لعل محمد کاکړ او استاد عبدالحی حبیبي په هڅه په افغانستان کې چاپ شوی وو.

تیمور شاه یوسفزی وایي هیله یې دا ده چې دا نوی قاموس، د څېړونکو نوې اړتیاوې هم پوره کړي:

بډایه قاموس

''پخوانيو قاموسونو په خپل وخت کې کولای شوای د مینه والو اړتیاوې پوره کړي، خو اوس مهال هغه قاموسونه چې موږ پخوا درلودل (د فارسي نه پښتو ته) کمزوري برېښي. اوس هغه کسان چې غواړي له فارسي نه پښتو او یا له پښتو - فارسي زده کړي، داسې قاموسونو ته اړتیا لري چې ډېر بډای وي.''

په هرات کې د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د څېړنو لپاره کافي سرچینې نه شته او د ورته کلتوري پرمختګونو لپاره پکې کار چندان اسانه نه وي.

له همدې کبله هم یوشمېر کارپوهانو چې په دې نوي قاموس تقریظونه لیکلي دا نوې کلتوري هڅه یې ډېره ستایلې ده.

ورته مطالب