ولسي جرګه له کرزی د سرپل د والي لیرې کېدل غواړي

انور رحمتي د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت د تاوتریخوالي ددې پېښو د څېړلو په موخه یو پلاوی سرپل ته ولېږه چې حالات له نژدې وګوري.

د سرپل ولایت یو شمېر اوسېدونکي ددې ولایت د والي د کمزورو کړنو او دده د یوه ساتونکي له خوا د جنسي تیري پېښې نه څارلو په غصه کړي او له څه مدې راهیسې یې اعتراضونه پیل کړي دي.

د ولسي جرګې د مشر په وینا سرپل ته ددوی د ورغلي پلاوي راپور ښيي چې ددې ولایت خلک د والي د لېرې کېدو غوښتونکي دي او حکومت باید په دې اړه تصمیم ونیسي.

د افغانستان په شمال د سرپل په ولایت کې قهرجنو لاریون کوونکو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې ددې ولایت د والي سید انور رحمتي پر دفتر برید وکړ او د دفتر ځينې برخې یې وسوځولې. د نښتو په ترڅ کې یو تن مړ او نهه تنه ټپیان شول.

افغان حکومت د تاوتریخوالي ددې پېښو د څېړلو په موخه یو پلاوی سرپل ته ولېږه چې حالات له نژدې وګوري.

د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل د لېږل شوي پلاوي له راپوره څرګندیږي چې خلک له خپل اعراضه نه لاس په سر کیږي او تاوترخوالی به دوام وکړي، ښاغلي ابراهیمي وویل، ولسمشر باید ژر ترژره د والي د لیرې کولو او یا بدلولو په موخه ګام اوچت کړي:

''هغه پلاوی چې د سرپل ولایت ته تللی وو ، خپل راپور یې په مفصله توګه موږ ته وړاندې کړ، د هغوی په راپور کې ویل شوي چې د سرپل ولایت اوسیدونکي له اتو میاشتو راهیسې لاریونونه کوي، اعتراض لري چې ګواکې ددې ولایت والي نه غواړي. نو موږ هم له ولسمشر څخه غواړو، د هغه رپوټ پر بنسټ چې دغه پلاوي ولسي جرګې ته راوړی، د والي په بدلولو کې اقدام وکړي.''

د سرپل له ولایت څخه راپورنه وايي چې په دې ښار کې بازارونه لا هم تړلي دي او یو شمېر لاریون کوونکي د والي د دفتر په وړاندې خپل اعتراض ته دوام ورکوي.

جنسي تېری

لاریون کوونکي د سرپل پر والي تور لګوي چې دده د یوه ساتونکي له خوا د جنسي تېري دوسیې ته یې پام نه دی کړی.

ښاغلی سید انور رحمتي دا تورونه ردوي او وايي په کابل کې یو شمېر ډلې دا موضوع د خلکو لپاره بهانه کوي او له دې لارې د دولتي ادارو نوم بدوي.

د افغانستان مشرانو جرګې له خوا هغه پلاوی چې په په همدې تړاو د سرپل ولایت ته تللی وايي دغلته حالات مخ په ښه کېدو دي، خو اعتراض کوونکي د والي د لېرې کېدو له غوښتنې نه په شا کېږي.

ورته مطالب