د افغانستان، پاکستان او ایران ولسمشران پر سیمه ییزو مسایلو غږېږي

کرزی، اصف علي زرداري او احمدي نژاد
Image caption ځينې شنونکې راتلونکې درې اړخیزه غونډه د سیمې په ګټه بولي.

افغان حکومت وايي چې د افغانستان، پاکستان، او ايران د ولسمشرانو دوه ورځنۍ سرمشريزه غونډه يوه اوونۍ وروسته په اسلام اباد کې کېدونکې ده.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزى، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، او د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په دغه غونډه کې برخه والي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې خبرې به تر ډيره پر ترهگرۍ ضد جگړه او نورو درې اړخيزو اقتصاي ،سياسي او کلتوري اړيکو ټولې وي.

دا د دغو هيوادونو دريمه سرمشريزه ده، خو ځينې شنونکې انگيري که د افغانستان او سيمې اوسني حالات په پام کې وي ښايي دا ځل يې ارزښت ډېر وي.

افغانستان، پاکستان، او ايران له پخوا راهيسې د يو شمېر ورته ستونزو له کبله زيانمنېږي، اورپکۍ جگړې خپله لمنه پر افغانستان او پاکستان غوړولې او يو شمېر پېښو جوته کړه چې ايران هم ترې خوندي نه دى، دغه هېوادونه د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه کې هم ستونزې لري.

د نشه يي توکيو توليد او پټ ليږد هم يو داسې څه دي چې دريواړه هيوادونه ورته د يوه گډ گواښ په سترگه گوري او د افغانستان په دواړو گاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران د افغان کډوالو شتون هم د غو واړو هيوادونو ته د ليوالتيا وړ خبره ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا هم بي بي سي ته وويل خبرې به په ترهگرۍ ضد جگړه او نورو درې اړخيزو همکاريو ټولې وي.

د پردې ترشا انځور

''د څيړلو وړ خبرې به د دريواړونو هيوادونو تر منځ پر پراخو درې اړخيزو همکاريو راټولې وي.چې ترهگرۍ ضد مبارزه، په سياسي اقتصادي او کلتوري برخو کې درې اړخيزې همکارۍ او هغه ټولې خبرې په کې راځي چې د دريواړو هيوادونو د لېوالتيا وړ دي.''

د بهرنيو چارو وزارت په وينا دا هغه خبرې دې چې د اسلام اباد په سرمشريزه کې به څيړل کيږي،خو يو شمير شنونکي وايي ددې غونډې جوت انځور دومره ارزښتناک نه بريښي لکه د پردې تر شا به چې کوم انځور ولري.

نن سبا له وسله والو طالبانو سره د جوړجاړي خبرې تودې شوي، چې گاونډيان په کې د ارزښتناکو رولونو لوبولو ته ليوالتيا ښيي او ښايي هڅه يې دا وي چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې خپلې يو شمير گټې باوري کړي.

ددې لړۍ لومړۍ سرمشريزه په ٢٠٠٩ کې شوې وه او دويمه يې په ورپسې دوه ۲۰۱۰ کې، انگيرل کېږي چې تيرې غونډې ددغو هيوادونو د خپل منځي توپيرونو له کبله اغېزمنې شوې وې او کومو جوتو پايلو يې رسنيو ته لاره نه وه موندلې.

خو اوس چې د افغانستان او سيمې حالات د يوه نوي تگلوري پر خوا اټکليږي نو انگيرل کيږي چې ښايي دا غونډه له تيرو غونډو سره توپير ولري.

ورته مطالب